جولای 12, 2020

د سیاسي دفتر مشر ملا برادر آخند د امریکا له خارجه وزیر سره خبرې وکړې

د سیاسي دفتر مشر ملا برادر آخند د امریکا له خارجه وزیر سره خبرې وکړې

نن د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر آخند او ورسره مل هیئت یې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپیو او مل هئیت سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې وکړې. پدې ویډیویي تماس کې د دوحې د توافقنامې په تطبیق، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو، د بندیانو په خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو په پيل او د عملیاتو په کمښت بحث وشو.
ملا برادر آخند وویل چې موږ د بین الافغاني خبرو پيل ته ژمن یو لکه چې مخکې مو هم ویلي لاکن د بندیانو په خلاصون کې ځنډ بین الافغاني خبرې ځنډولې دي. همداشان، د کابل ادارې د عسکرو له لوري د اسلامي امارت مفتوحه سیمو کې د نویو پوستو جوړول او زمونږ له سیمو څخه د نظامی کاروانونو تیرول د حملو د زیاتوالي سبب ګرځیدلی دی. ملا برادر آخند یادونه وکړه چې د توافقنامې مطابق مونږ چاته اجازه نه ورکوو د افغانستان خاوره د امریکې او نورو هیوادونو د امنیت په خلاف استعمال کړي او دیته ژمن یو. ملا صاحب وویل له افغانستانه د خارجي قواوو وتل باید د مهالویش مطابق دوام وکړي.
د امریکې خارجه وزیر ومنل چې اسلامي امارت په ښارونو او لویو نظامي مراکزو په حملو نه کولو سره د جګړې ګراف ټیټ کړی دی خو باید دټولوجهتونو له خوا دجګړې ګراف نور هم کم شي.
په پای کې ملا برادر آخند د امریکې له خارجه وزیر څخه وغوښتل چې په امریکا کې بندي حاجي بشر او په ګوانتنامو کې پاته افغان بندیان راخوشې کړي.

محمدسهیل شاهین

د سیاسي دفتر ویاند

۹/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۱۰/۴/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/6/30م

Related posts