جولای 12, 2020

د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه معسكر كې ګڼ شمېر مجاهدین له نظامي زده کړو فارغ شول.

د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه معسكر كې ګڼ شمېر مجاهدین له نظامي زده کړو فارغ شول.

د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه له نظامي معسکر څخه لسګونه تنه نور مجاهدین فارغ شول، یادو مجاهدینو د سپکو او درنو وسلو په زده کړو سر بېره ګڼ نور نظامي او استخباراتي تکتیکونه هم زده کړل، یاد مجاهدین به د هیواد بېلابېلو سیمو کې په جګړو کې استخدام شي.

یادو مجاهدینو ته د مجربو پوځي استادانو له لوري، روزنه ورکول شوه، دغه راز په فکري برخه کې د معسکر د د یني او فکري برخي درنو استادانو هم ورته ګڼ درسونه وویل، له اولس سره د ښه چلند په هکله ورته لازمي لارښوونې وشوې، او د نیت د اصلاح په هکله ورته مهم درسونه وویل شول.

مجاهدینو له نظامي زده کړوروسته د هیواد تر بشپړي آزادۍ او د یوه بشپړ اسلامي نظام تر حاکمیت پوري، د وسلوالي مبارزې کلک هوډ څرګند کړ او په ډېره مېړانه یې له دین او هیواد د ژغورلو کلکه وعده وکړه .

له یاد مسعکر څخه د فراغت د مراسمو یو شمېر انځورونه لاندي کتلای شئ

Related posts