جولای 12, 2020

په هلمند کې د کابل ادارې لخوا د ستر جنایت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په هلمند کې د کابل ادارې لخوا د ستر جنایت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د بشرضد او جنګي جنایتونو په دوام، نن سهار شاوخوا ۹ بجې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې د کابل ادارې د میوند قول اردو اړوند د دوهمي لوا څخه د ولسي خلکو د څارویو د خرڅلاو پر مرکز (ګنج) او ګڼه ګوڼه، توغنديز بریدونه وشول.
په دغه ستر وحشت کې لسګونه تنه ولسي خلک چې ماشومان او سپين ږیري هم پکې دي؛ شهیدان او ټپيان شوي، همدا ډول د عامو خلکو ګڼ شمېر څاروي هم تلف شوي دي.
اسلامي امارت د مزدور دښمن لخوا په قصدي ډول دومره ستر جنایت ترسره کول؛ په تر ټولو کلکو ټکو غندي او دا کار یو ناورین او بشرضد عمل بولي.
ډيره د تأسف خبره بیا داده چې د کابل ادارې، ارګ او نورو چارواکو د دې پرځای چې د خپل دې لوی وحشت له امله له هلمندي ولس څخه بښنه غوښتې وای او د توغندي ویشتونکو جنایتکارانو د نیولو او مجازات ژمنه يې کړي وای؛ د ټول هلمندي ولس په سترګو کې يې خاورې ور وشیندلې او دغه توغندیز بریدونه يې په ګونګو الفاظو، موټر بم برید معرفي کړل ترڅو دغه پيښه د اسلامي امارت پر مجاهدینو ور واړوي.
په داسي حال کې چې د پيښې له ځایه د عامو خلکو ویډیویې، صوتي او تصویري اسناد ټول د توغندیو د ویشتو ګواهي ورکوي او د دغه بازار په شاوخوا سیمه کې هيڅ کوم نظامي عملیات او جګړه هم نه ده شوې.
خو د کابل ادارې لخوا انکار او د پيښې مسئولیت بلې غاړې ته منسوبول؛ ثابتوي چې د داسې جنایاتو تر شا همیشه د کابل ادارې لاس وي، بیا د دې لپاره چې تر ملامتۍ لاندې رانشي انکار کوي، د واقعیت خلاف پروپاګند خپروي او د خلکو د تیر ایستلو هڅه کوي.
رسنۍ د پيښې ځای ته ورتللی شي، له خلکو څخه معلومات کولای شي او مستند راپورونه خپرولی شي.

قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۸/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۹/۴/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/6/29م

Related posts