جولای 12, 2020

دکورونا چور اوچپاول او دای ایم ایف پورونه؟!!

دکورونا چور اوچپاول او دای ایم ایف پورونه؟!!

م ـ مبصر:

پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ له یرغل راهیسې د افغانانو پر سر د حاکمانو په حیث هغه څوک تپل شوي چې ماضي یې له فساد، جرایمو او بېلابېلو نارواوو ډکه ده. دې خلکو افغان ولس ته د خپلې ماضي له امله مخ نه درلود، خو د اشغال له برکته یې آرګاه او بارګاه ترلاسه کړه او نن ځانونه د افغانانو واقعي نمایندګان ګڼي.

له دین، هېواد او ولس سره د دې څېرو د خیانتونو او جفاوو په اوږده لیست کې یو هم د افغانانو په حق کې حیف ومیل دی. د افغانستان تر اشغال وروسته سلګونه میلیارده ډالر افغانستان ته د مرستې په نوم راغلل، خو دې هر څه بیا هم افغانستان او افغانان په پښو ځکه ونه درول چې پیسې د افغانانو پرځای د هغوی پر سر د تپل شویو حاکمانو جېبونو ته تللې دي.

په دې وروستیو کې چې هېوادوال د کورونا ویروس له امله له مصیبت او بحران سره مخ دي، سلګونه میلیارده ډالر بیا افغانستان ته د مرستې په نوم ورکول شوي دي – اما تېر وخت ته په کتلو هیڅ افغان باوري نه دی چې پیسې دې د هېواد او ولس په ګټه ولګول شي.

یو هغه څه چې دا نظریه تقویه کوي همدا ده چې په سلګونو میلیونو ډالرو کې غریبو افغانانو ته یوازې څو ډوډۍ او څلور کیلو غنم رسېدلي، د نورو مرستو هیڅ درک نه لګیږي.

د مرستو خبره یې پرخپل ځای، اوس کابل رژیم د افغانانو په نوم د پیسو له نړیوال صندوقه شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالر پور اخلي. د افغانانو د یوه نماینده او هېواد او ولس ته د یوه متعهد حکومت په شتون کې به د اړتیا په صورت کې د داسې ډول پور اخیستلو کومه مضایقه نه درلوده، خو له بده مرغه دا پیسې به اوس یا د کابل ادارې د چارواکو شخصي جېبونو ته ولاړې شي او یا به هم د څلورنیم کیلو غنمو د وېش او له روغتیايي خدماتو د تشو روغتونونو جوړولو په څېر په بېځایه، بېګټو پروژو کې دوړه شي – داسې چې پیسې به مصرف شي، خو د خلکو سترګې به یې د ګټې په لیدلو مړې نه شي.

یو هېواد خپلې خاورې او ولس ته د متعهد، مستقل او مقتدر نظام په وجود کې په خپلو پښو دریږي، نه د کابل ادارې په څېر د شخصي ګټو پر بنسټ د جوړې، بلواکې او فاسدې ادارې لخوا. څومره ژر چې د افغانانو د خپلمنځي تفاهم له لارې یو ټولشموله، مستقل او دین وخاورې ته متعهد نظام په هېواد حاکمیږي، هغومره ژر به د خدای پاک په فضل له هېواده د بدبختیو ټغر ورټولیږي.

Related posts