جولای 12, 2020

بغلان، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

بغلان، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بغلا ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو په زیار او هڅو د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند په تره خیلو سیمه کې د د وړو نجونو لپاره د مدرسة الحفصة للبنات په نوم د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادې مدرسې د بنسټ ډبره چې د سیمه ییزو ولسونو په مالي لګښت جوړیږي او په راتلونکې کې به د همدوی له لوري تمویلیږي، د علماء کرامو او قومي مشرانو له لوري د یوې لویې پرتمینې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه او د جوړونې چارې یې په عملي توګه پیل شوې.
29/6/2020

Related posts