جولای 07, 2020

پروان سیاګرد کې دمدارسو له مهتممینو سره غونډه وشوه

پروان سیاګرد کې دمدارسو له مهتممینو سره غونډه وشوه

تېره ورځ د پروان ولایت دسیاګرد ولسوالۍ اړوند د سیدانو په درې کې د تعلیم او تربیې مسؤلینو د مدارسو د مهتممینو او علماء کرامو سره غونډه وکړه، چې په کې د پروان ولایت د تعلیم او تربیې د مسؤلینو له خوا ورته د اسلامی امارت د تعلیم او تربيې د کمیسون له طرفه ورکړل شوې ۲۱ ماده ییزه کړنلاره او تعلیمي نصاب په ښه توګه تشریح او ورکړل شول.

د مدارسو مهتممینو له خوا ورسره ژمنه وشوه چې دوی به د همدې طرز العمل او نصاب مطابق خپل درسونه پیل کوي.

2020/6/29

Related posts