جولای 12, 2020

یو تاریخي حقیقت چې باید ویې منو

یو تاریخي حقیقت چې باید ویې منو

د اونۍ تبصره:
ښایي د ډیرو لپاره به تر اټکل پورته وي، اما واقعیت او حقیقت دا دی چې په افغانستان کې د وروستیو ۱۹ کلونو جهاد زموږ د مؤمن ولس هغه خپلواکه، ناپېیلې او د خودۍ له احساس څخه سرشاره مبارزه وه چې شاید د نړۍ په سطحه یې د آزادي خواهۍ تاریخ ډيرې کمې بیلګې ولري.
زموږ د مؤمن ولس دغه جهاد د سړې جګړې د عصر کوم نیابتي جنګ نه و، چې د شرق یا غرب تر کوم بلاک پورې دې تړلی وي. زموږ ولس داسې مهال د اشغال په وړاندې د جهاد بیرغ پورته کړ چې نړۍ یو قطبي وه، د تاریخ د پای ته رسیدو خبره کېده او هیچا دا جرأت نه درلود چې حتی زموږ د مؤمن ولس د برحقې مبارزې تش لفظي یا اخلاقي ملاتړ وکړي.
خو دا د متعال رب جل جلاله خالص نصرت و، چې زموږ مؤمن ولس ته یې بی ساری ثبات او عزم ورنصیب کړ. زموږ ولس د خپل لاس په جوړو شویو بارودو د نړۍ وروستنی جنګي تخنیک چیلنج کړ. په زړو ټوپکو، تر وخت تیرو مرمیو او کم ترینو امکاناتو یې خپله برحقه مبارزه نه یوازې ژوندۍ وساتله بلکې د بریا مراحل یې هم طی کړل.
دا هغه حقیقت دی چې دوست او دښمن ټول ورباندې خبر دي او مني یې، تر اوسه هیڅ داسې سند نه دی موندل شوی چې د نړۍ کوم هیواد دې له اسلامي امارت سره تسلیحاتي مرسته کړې وي. د دې خبرې یو ثبوت دا دی چې که د اسلامي امارت د مجاهدینو د اسلحو په اړه په انټرنیټ کې پلټنه وکړئ نو د هغوی تر ټولو مؤثره وسله به درته د (Water Container IED ) په نوم راوړوي. یعني د اوبو له ډبې څخه لاسي جوړ شوی بم. تر دې حده استقلال او پر ځان اتکاء هغه افتخار دی چې د بشري تاریخ د مبارزو تسلسل یې ډیرې کمې بیلګې لري او لله الحمد چې الله تعالی زموږ ویاړمن ولس او مخلص مجاهدین په دې ستر افتخار هم ونازول.
دا چې ځینې غربي رسنۍ اوس د خپلو ناکامیو د توجیه لپاره د اسلامي امارت جهادي لاسته راوړنې او افتخارات نورو اړخونو ته منسوبوي او په دې برخه کې د روسیې یا نورو هیوادونو د مرستو دروغجنه ادعاء لري، دا هغه بې بنسټه تور دی چې نه یې د ثبوت لپاره کوم شواهد شته او نه یې هم کوم د عقل او معلوماتو خاوند منلی شي.
اسلامي امارت ټولو اړخونو ته چیلنج ورکوي چې که زموږ په برحقه مبارزه باندې له بهرنیو اړخونو سره د تړاو کوم الزام لري او یا یې خپلواکي ننګولی شي نو را دې شي او خپل ثبوت دې وړاندې کړي. له دې ها خوا موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د زموږ خپلواک ولس دغه ویاړمن تاریخ داغدار کړي. حقیقت دا دی چې زموږ مبارزه د عزیمت په هغه مقام کې دې چې ډېر د ټیټ ذهنیت څښتنان خو یې د تش ادراک استعداد هم نه لري. دا مبارزه هغه ځلیدونکي لمر ته ورته ده چې عقده من دښمنان یې د لیدلو تاب نه لري نو ځکه په دا ډول بدګویي او غلطو تبلیغاتو سره خپلې کینې سړوي.

Related posts