جولای 07, 2020

میدان وردګ مرکز کې د پوستې ټول عسکر له مجاهدینو سره یو ځای، پوسته فتحه شوه

میدان وردګ مرکز کې د پوستې ټول عسکر له مجاهدینو سره یو ځای، پوسته فتحه شوه

 تېره شپه د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند ده افغانانو سیمه کې د مزدور دښمن مهمه او سراتېژیکه پوسته د مجاهدینو لاسته ولویده، د راپور له مخې د یو نفوذي مجاهد په مرسته په پوسته کې میشت ټول ۸ تنه عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.

همداراز دوی له ځان سره ۳ میله پیکا، ۳ کارمولي ټوپک، ۳ شل ډزې، یو نارنجک، ۱ راکټ، ۶ کلاشنکوفونه، ۲ سل ډزي، ۳۰ د کلاشنکوف، ۱۲ د شل ډزې جاغورونه، ۹ دانې چانټې، ۱۰ د راکټ مرمۍ، ۹ زغري، ۱۳ د نارنجک مرمۍ  او ګڼ شمېر مهمات هم را وړي او مجاهدینو ته سپارلي.

د دعوت او ارشاد کمیسیون مسؤلینو د دوی دغه کار ستایلی او راغلو کسانو ته یې دروند هرکلی ویلی دی.

2020/6/28

Related posts