جولای 12, 2020

د ځينو غربي رسنیو د غلطو ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ځينو غربي رسنیو د غلطو ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

ځينو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ګنې د اسلامي امارت مجاهدینو د روسيې له هېواد څخه د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره امکانات تر لاسه کول او داسې نور افواهات.
موږ دا ادعا په کلکه ردوو، د اسلامي امارت تیر نولس کلن جهاد د هيڅ استخباراتي ارګان او کوم بهرني هېواد د احسان پوروړی نه دی او نه هم اسلامي امارت د اهدافو په تشخیص کې چاته محتاج دی.
اسلامي امارت په نولس کلن جهاد کې له هغو وسلو، امکاناتو او وسائلو څخه ګټه اخیستې چې لا وختي په افغانستان کې موجود وو او یا یې وخت په وخت له مقابل لوري نه د جنګ په جریان کې په غنیمت نیولي دي.
امریکایې قواوو ته تر ټولو زیات زیان هغو ساده پلاسټیکي ډبو ور اړولی چې افغانانو په خپلو کورونو کې پخپل لاس له جوړشویو باروتو ډکولې.
دا ډول افواهات د دې لپاره خپریږي چې د امریکايي عسکرو د وتلو په وړاندې خنډونه ایجاد شي، په امریکا کې د سولې طرفدار ذهنیت ضعیف او مشوش کړي او د افغانانو ستره قهرماني او لاسته راوړنه بیګانه جهتونو ته منسوب شي.
موږ خپل ملت او بیا ټولې نړۍ ته اطمینان ورکوو چې اسلامي امارت د هيچا د لاس آله نه ده او نه هم د پردو موخو لپاره استخدامیږي، بلکې د خپل دين، هیواد او علیا ګټو د ساتنې لپاره يې قربانۍ ورکړې او هرڅه يې پخپل مټ او متانت سره تر لاسه کړي دي.
دا ډول افواهات د اسلامي امارت په دریځ کوم اغېز نشي درلودلای. موږ چې کومه توافقنامه د امریکا له متحده ایالاتو سره لاسلیک کړې په عملي کېدلو کې یې د بشپړې سولې هدف ته رسیدل یقیني بولو او لکه څرنګه چې مو تر اوسه په بشپړه توګه عمل ورباندې کړی په راتلونکي کې هم ورته ژمن یو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۶/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۷/۴/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/6/27م

Related posts