جولای 12, 2020

د امر الله صالح بې محاکمې قتلونه

د امر الله صالح بې محاکمې قتلونه

خالد افغان زوی

داسې معلومیږي لکه اشرف غني چې د اول مرستیال بخت نه لري. په تیر ځل واکمنۍ کې یې لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم و، چې عین د مرستیالۍ په دوره کې یې داسې رسوایي پیښه کړه چې تر اوسه یې اشرف غني، امریکا، سفارتونه او رسنۍ په ګنډلو او پرده داري نه دي توانیدلي. باور دی که د کوم بل ولسمشر (!) مرستیال داسې کار کړی وای نو ولسمشر به له شرمه او خجالته ځان غرغره کړی وای. اما اشرف غني چې تر دې لوی فجائع ورته عادي ښکاري او وایي چې په بحران کې خوشاله وي نو ځکه یې د ایشچي قضیه هم عادي او معموله وګڼله.

دا ځل په ارګ کې د دوستم څوکۍ امرالله صالح نیولې، دا څو ورځې کیږي د نوموړي یو صوتي فایل په رسنیو کې ګرځي چې امرالله صالح په کې د پروان د عمومي لارې قومندان حاجي خالد ته په دې لاره د تلونکو موټرو او مسافرو په اړه داسې امر کوي: کسی که در شاهراه ایستاد نکرد برایت، بزن کله‌اش را بریدگی بیار به دفتر مه، مه مسئولیت می‌گیرم، خا…گوش کو او آدم، کسی را که کشتی نگو که مه کشتم. مرده‌اش را او طرف پرتو. باز اگر می‌فامیدی که او کار را کرده نمی‌تانستی باز سرشه گرفته بیار وزارت داخله باز مه نگایش می‌کنم)

که له هر څه مخکې د دې مکالمې ژبې او تعبیراتو ته وکتل شي، معلومیږي چې هغه امر الله صالح چې په رسمي سټیجونو همیشه د تمدن او روشنفکرۍ دعوې کوي په حقیقت کې د یوه کوڅه يي او ولګرد کرکټر څښتن دی چې حتی د داخله وزیر په حیث د پولیسو له یوه قومندان سره د سړیتوب په ژبه د غږیدلو چل یې هم نه دی زده.

امرالله صالح د وزارت له څوکۍ څخه داسې غږیږي لکه د کوم فلمي سریال بدمعاش چې وي. هغه امر الله صالح چې په کابل کې یې د اوباشانو او غیر مسؤلو ټوپکیانو پر خلاف مبارزه خپله تر ټولو ستره لاسته راوړنه ګڼله. له دې صوتي فایل څخه معلومه شوه چې نوموړی خپله د شخصیت په لحاظ یو اوباش دی چې حتی د خبرو کولو ابتدائي اداب یې هم نه دي زده. ځکه د انسان اصلي شخصیت هغه نه دی چې د سټیج په سر یې تمثیلوي، بلکې اصلي شخصیت هغه دی چې په روزمره تعاملاتو کې په طبعي ډول څرګندیږي.

د امرالله صالح په اړه پخوا هم دا تورونه موجود و چې د ملي امنیت د ریاست په وخت کې یې بې شمیره هیوادوال بې محاکمې وژلي او تعذیب کړي دي. اوس چې نوموړی د عامې لارې د مسافرو په اړه داسې د بې محاکمې وژلو او سر غوڅولو فرمانونه صادروي معلومیږي چې نوموړي ته د انسان ژوند او کرامت ذره قدرې اهمیت هم نه لري.

د امر الله صالح دغه مکالمه د فاسد رژیم هغه پټ انځور او اصلي تشخص برملا کوي چې رسنیو د عام ولس له نظره پټ ساتلی دی. واقعیت دا دی چې په دې رژیم کې د هرې سطحې چارواکي تر خپله وسه همدومره پریوتي، بې باکه او ظالم دي، چې د حاکمیت له منصبه په ولس چپه میچنې چلوي.

Related posts