جولای 12, 2020

فراه: په بکواه کې علمي او تشويقي غونډه تر سره شوه.

فراه: په بکواه کې علمي او تشويقي غونډه تر سره شوه.

دفراه ولايت بکواه ولسوالۍ کې تیره ورځ د تعلیم او تربیې د ولایتي او سیمه ییزو مسئولینو له لوري د پوهنې د بهیر د لا پرمختګ او په دې برخه کې د ښه خدمت د تر سره کولو په موخه دتعلیمي ادارو دلیدنې اوکتني ترڅنګ پراخه علمي غونډه هم ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې پکښې له شاوخوا سیمو نه راغلو ګڼ شمېر د مدارسو مهتممینو او علماء کرامو حضور درلود.
حاضرينو ته ویناوالو ارزښتناکې او په زړه پورې ویناوې وکړې او له مدارسو سره یې د دوی خواخوږي او مرستې وستایلې، نور یې هم په دې علمي ډګر کې خدمت ته او د خپلو بچیانو سالمې روزنې ته راوبلل.
وروسته د تعلیم او تربيې د مسئولینو لخوا د ديني مدارسو اوعصري تعلیمي اداروطرزالعملونه او دالحاق دفارم په اړه لازم هدايات او لارښوونې وشوې
دیادونې وړده چي دغونډې په پای کې د (۵۲) بابه دیني مدرسوالحاق وشو او د تعلیمي مسئولینو لخوا نقدي مرسته ورسره وشوه.
غونډه د هيواد د خپلواكۍ په دعا سره پای ته ورسېده.
سه شنبه :۱۴۴۱/۱۱/۲ هق23/6/2020 م

Related posts