جولای 12, 2020

کابل اداره او د تلفاتو وروستي ارقام

کابل اداره او د تلفاتو وروستي ارقام

د ورځي خبره:

کابل ادارې د څو پر له پسې کاذبو ادعاوو په لړ کې دعوه کړې چې تېره اونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې خونړۍ وه او ګواکي طالبانو د ګڼو بریدونو په ترڅ کې سلګونه امنیتي ځواکونه وژلي دي!!
واقعیت دادی چې تېره اونۍ مجاهدینو د نیویارک او واشنګټن پر ساتونکو مزدورو عسکرو هومره بریدونه نه دي کړي څومره چې تش په نامه د کابل ادارې امنیت شوری يې ادعاء کړې؛ بلکې د رژیم عسکرو ته تېره اونۍ اکثره تلفات په خپلو تهاجمي عملیاتو کې اوښتي دي، د جوزجان په اقچه کې د کابل ادارې عسکرو د ۱۵۰ ټانکونو او زغره والو ګاډو په بدرګه د مجاهدینو پر سنګرونو عملیات پیل کړل، خو د مجاهدینو د سخت غبرګون په ترڅ کې يې نه یوازي دا چې له سیمې پښې سپکې کړې؛ بلکې ډیر ځاني او مالي زیانونه هم ورته ورسیدل. د هلمند په ګریشک او د کاپیسا په تګاب کې هم دښمن د پیل کړو تعرضي عملیاتو په پایله کې لسګونه کمانډویې او نور عسکر له لاسه ورکړل او نور يې پر شا و تمبول شول!!
د کابل ادارې له لوري چې د بریدونو څومره ارقام خپاره شوي؛ مجاهدینو په تېره اونۍ کې نه دومره بریدونه کړي، نه یې دعوه کړې او نه هم کومې رسنۍ د دومره بریدونو راپور ورکړي، پوښتنه دا ده چې کابل اداره د دې ډول ادعاوو له خپرولو څخه څه هدف لري؟
کابل اداره غواړي د جګړې ګراف لوړ وښیي او له همدې لارې د بندیانو د خلاصون پروسه ټکنۍ کړي، او په تعقیب یې بین الافغاني مذاکرات معطل او له خنډ سره مخ کړي ، بین الافغاني مذاکراتو کې چې څومره ځنډ او خنډ رامنځته کیږي، په هماغه اندازه د سولې پروسه ورسره تخریبږي او د جګړې لمن پراخیږي.
دا اوس یو انکار ناپذیره واقعیت دی چې د غني په مشرۍ کابل اداره سوله نه غواړي، له مختلفو لارو هڅه کوي چې جګړه روانه وساتي او د جګړې په اور کې دقدرت خواهش پوره کړي. کابل اداره د جګړې د جریان او شدت هیڅ فرصت له لاسه نه ورکوي، د بېلګې په توګه د اسلامي امارت د مجاهدینو پر ضد یې تهاجمي عملیات اعلان او پیل کړل، دهستوګنې پر سیمو، مسجدونو، ښوونځیو او کلینیکونو یې بمبارونه او بریدونه وکړل، دیني عالمان او د سولې فعالان یې ترور کړل، جنازو او مسجدونو کې یې چاودنې ترسره کړې او د جګړې د شدت او جریان په موخه یې رسنیز پروپاګند څو چنده زیات کړی دی.
د اشغال د خاتمې له تړون څخه وړاندې چې اسلامي امارت څومره بریدونه ترسره کول او په اړه یې خبرونه او ارقام خپرول، کابل ادارې به سمدلاسه ردول، خو اوس چې اسلامي امارت له امریکا سره دلاسلیک کړې توافقنامې په اساس بریدونو کې کمښت راوستی او هیوادوال دبریدونو دکمښت شاهدان دي؛ کابل رژیم عملا جګړې ته زور ورکړی، داسلامي امارت په خلاف سخته او فاحشه ژبه کاروي او په رسنیز ‌ډګر کې يې د سولې د سبوتاژ هڅې زیاتې کړې دي.
اسلامي امارت د ګران هیواد خپلواکۍ او د اسلامي نظام قیام ته ژمن دی، موږ د همدې لویو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره هر راز قربانۍ او هڅو ته چمتو یو، د هیواد د روانې کشالې او جګړې سوله ییز حل ته ژمن یو، په سوله او جګړه کې ثابت او معتدل دریځ لرو، له مقابل جهت څخه مو هم هیله ده چې له غدر، تزلزل او سستۍ څخه لاس واخلي او خپلې ژمنې عملي کړي.

Related posts