جولای 07, 2020

دپکتيکا ولایت د وازېخوا ولسوالۍ کې څلور بابه ديني مدرسې پرانستل شوې

دپکتيکا ولایت د وازېخوا ولسوالۍ کې څلور بابه ديني مدرسې پرانستل شوې

یادې مدرسې د اسلامي امارت د پوهنې مسئولینو په زیار او هڅو د ولسي خلکو په ګډه همکارۍ سره پرانیستل شوې.
دغه مدرسې لومړۍ يې د شاه مردان په سیمه کې د دارالسلام په نوم، دویمه د تورکاڼي په سیمه کې د حضرت عثمان رضي الله عنه په نوم، دریمه د جانور په سیمه کې د عربيه نورالمدارس په نوم او څلورمه د ګړداوي په سیمه کې د روح المدارس په نومونو پرانېستل شوې.
د راپور له مخې په دغو مدرسو کې په رسمي توګه سبقونه پیل شوي دي او ویل کیږي چې په دغو پورته یادو شویو سیمو کې تر دې دمه داسې کومې منظمې تعلیمي ادارې وجود نه درلود.
همدر راز د غونډو په ترڅ کې عامو خلکو د همکاريو ژمنې وکړې او د تعلیم او تربيې مسئوولينو هم له مهتممينو سره دکړکينو، در وازو او فرشونو د مرستې وعده وکړه.
۲۰۲۰/۶/۲۲

Related posts