جولای 07, 2020

د پکتيکا ولايت په بیلا بیلو ولسوالیو کې ۴۶ تنو حافظانو ته د فضيلت پګړۍ ور په سر شولې

د پکتيکا ولايت په بیلا بیلو ولسوالیو کې ۴۶ تنو حافظانو ته د فضيلت پګړۍ ور په سر شولې

د پکتیکا ولایت د پوهنې مسئولینو د راپور په حواله دغه د پګړۍ تړلو ویاړمنې غونډې د شوال د مياشتي له ۱۲ مې ڼېټې څخه تر۲۱ مې نېټې پورې د دغه ولایت په چاربران، سروبي او ګومل ولسواليو کې ترسره شوې چې د مدارسو استاذانو، علماء کرامو، عامو ولسي خلکو پکې برخه اخیستې وه.
یادې غونډې د پوهنې ولایتي مسئولینو تر سر پرستۍ لاندې ترسره کیدلې، علماء کرامو د علم د فضيلت او د قرآن کريم د حفظ د فضيلت او اهميت په اړوند ويناوې وکړې، مسلمانان يې وهڅول تر څو په خپلو بچيانو ديني زده کړې وکړي.
دغه راز حافظان یې وهڅول تر څو د راتلونکې لپاره دوی کوښښ وکړي چې مدارس دارالحفاظونه منظم او نوي تأسیس کړي.
د یادونې وړ ده چې د چاربران ولسوالۍ د رياض العلوم د مدرسې څخه (7) تنو، د همدې ولسوالۍ د سراج الاسلام د مدرسې څخه (7) تنو، د سروبي ولسوالۍ شمس العلوم د مدرسې څخه (21) نارینه حافظانو او (10) ښځينه او د ګومل ولسوالۍ د انوارالعلوم د مدرسې څخه يو تن حافظ ته د فضیلت دستارونه ور وتړل شول.

۲۰۲۰/۶/۲۲

Related posts