جولای 07, 2020

په صحي مراکزو د بریدونو په اړه د ملګروملتو او د ملکي تلفاتو په اړه د کابل ادارې راپورونه حقیقت نه لري

په صحي مراکزو د بریدونو په اړه د ملګروملتو او د ملکي تلفاتو په اړه د کابل ادارې راپورونه حقیقت نه لري

نن د ملګرو ملتونو لخوا په صحي مراکزو باندې د برید په تړاو یو راپور خپور شوی چې په کې ادعاوې شوي چې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا ۸ ځایه په صحي مراکزو بریدونه شوي.
موږ دغه ادعا او راپور دقیق نه ګڼو، ډيره څرګنده ده چې په صحي مراکزو باندې بمبار د کابل ادارې د الوتکو لخوا ترسره کیږي چې په تیره میاشت کې په غزني، د کندز په چهاردره، امام صاحب او خان آباد کې په صحي مراکزو باندې په قصدي ډول بمبارونه وشول، صحي سامان آلات له منځه لاړل او ملکي خلک هم پکې شهیدان او ټپیان شول.
د اسلامي امارت لخوا هيڅ ځای کې هم په کوم صحي مرکز برید نه دی شوی، بلکې د صحي مراکزو څخه ساتنه شوې او لاهم په دې برخه کې توجه کوو.
بلې خواته نن د کابل ادارې په اصطلاح امنیت شورا ادعا کړی چې په تیره یوه اونۍ کې د اسلامي امارت د مجاهدینو په بریدونو کې ۴۲ تنه ملکي خلک شهیدان شوي او ۱۰۵ تنه ټپيان شوي دي.
موږ دا پروپاګند هم په کلکه ردوو، په ملکي خلکو باندې د کابل ادارې د عسکرو لخوا قصدي بریدونه کیږي چې موږ يې وخت په وخت مستند راپورونه حتی وډيوګانې نشر کړی دي.
د کابل ادارې د عسکرو لخوا په کلیو او بانډو باندې بمبارونه کیږي، توغندي ویشتل کیږي، د اربکیانو لخوا قصدا عام خلک ځورول او وژل کیږي.
په ملکي خلکو او تأسیساتو د مزدور دښمن د بریدونو یوه بیلګه د جوزا میاشتې په ۲۴ تاریخ د هلمند ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې د ملکي خلکو د ۲۰۰ دوکانونو، ۱۳ کانتینرونو، ۸ صحي درملتونو او ۱ پمپ په قصدي توګه ویجاړول دي، چې خلکوته يې په میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه واړول.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۰/۲۹/۱۴۴۱هـ ق
۱/۴/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/6/21م

Related posts