جولای 07, 2020

د توافقنامې د تطبیق په اړه د سینټکام د مشر څرګندونې

د توافقنامې د تطبیق په اړه د سینټکام د مشر څرګندونې

خالد افغان زوی

په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ ( سینټکام) مشر جنرال میکنزي چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه یې هم تر امر لاندې دي د جون میاشتې په اتلسمه نیټه یوې غونډې ته په ویډیويي وینا کې وویل چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ شوې موافقنامه په ښه توګه تطبیقیږي او تر اوسه پورې دوی هغه شمیر پوځیان له افغانستانه ایستلي دی چې د موافقنامې له مخې باید په لومړیو ۱۳۵ ورځو کې ایستل شوي وای.

د دوحې د توافقنامې له مخې امریکایي اړخ باید د ۲۰۲۰ میلادي کال د جولای میاشتې تر نیمایي پورې د خپلو عسکرو شمیر ۸۶۰۰ ته راټیټ او پنځه  نظامي اډې تخلیه کړي. اوس په داسې وخت کې چې لا هغه ټاکلي موعد ته څو اونۍ پاته دي امریکایي پوځي چارواکي وایي چې دوی له افغانستان ټاکلی شمیر پوځیان ایستلي دي.

د امریکایي جنرال میکنزي له دې خبرو معلومیږي چې امریکایي اړخ هم د اسلامي امارت په شان د اشغال د خاتمې تړون ته ژمنتیا لري او په دې برخه کې جدي او د حساب وړ ګامونه اخلي.

په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو مرکزي قومنداني سینټکام چې پخوا به همیشه ترې په افغانستان کې د ځواکونو زیاتولو او اشغال غځولو خبرونه راوتل اوس یې چې یې مشر له افغانستان څخه د پوځیانو د ایستلو خبر ورکوي، افغان ولس د دې خبرونو هرکلی کوي او د افغانستان او امریکا دواړو په ګټه یې بولي.

لکه څنګه چې جنرال میکنزي ورته اشاره کړې، تمه ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې د ۲۰۱۲ م کال تر می پورې به پاتې شمیر امریکایي عسکر هم له افغانستان څخه ووځي  او په دې ډول به د افغانستان هغه خپلواکي او حاکمیت بیرته اعاده شي چې له اوس څخه ۱۹ کاله وړاندې د ناموجه یرغل په ترڅ کې غصب شوی و.

دا چې له یوې خوا په داخلي کچه د بندیانو د تبادلې لړۍ روانه ده او بله خوا امریکایي عسکر اډې تخلیه کوي او له افغانستانه وځي، معنی یې دا ده چې د اشغال د خاتمې تړون نتیجه ورکړې او حالات په ښه خوا روان دي. په دې حساسه مرحله کې چې ځینې د هیواد دښمنان په غلطو تبلیغاتو او فعالیتونو سره غواړي فضا مخدوشه کړي باید د افغان ولس د او د هیواد د خپلواکۍ د دښمنانو په حیث وپيژندل او اجازه ورنکړل شي چې دغه لاسته راوړنه کمرنګه کړي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل زموږ د ولس هغه ستر ارمان دی چې د هغه لپاره یې ۱۹ کاله جهادي مبارزه کړې او دا مووضع  همیشه یې د خپلې اساسي داعیې او مهم هدف په حیث وړاندې کړې ده.اوس چې عملا دا ارمان تحقق مومي نو زموږ په اند نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې او حتی نړۍ لپاره هم مثبت پرمختګ ګڼل کیدلای شي.

Related posts