جولای 07, 2020

پکتیکا، د پوهنې سیمه ییزو مسئولینو د برمل ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره غونډه وکړه

پکتیکا، د پوهنې سیمه ییزو مسئولینو د برمل ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره غونډه وکړه

د دغه ولایت د پوهنې سیمه ييزو مسئولینو د برمل ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مسوولینو سره د نصاب د تعميل او يولړ نورو موضوعاتو په هکله غونډه وکړه چې پکې علماء کرامو د تعليم په ارزښت او اړتیا تفصيلي خبرې وکړې.
د غونډې برخه والو سره د ښوونیز بهیر د چټکتیا او د تعلیمي ادارو د بیرته خلاصون لپاره د لازمو تدابیرو پر نیولو هم سلا او مشورې وشوې.
ګډونوالو ته د مدارسو وروستی تجدید شوی نصاب او د مدارسو ۲۰ ماده يیزه کړنلاره ورکړل شوه او د تعمیل په اړوند ورته سپارښتنې وشوې او د لایحې ځيني مهمې مادې چې تر دوی يې اړه وه، هم ورته بیان شوې.
همدا راز ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو خپل اړوند پرسونل دې ته متوجه کړي چې د ولس بچیان د خپل مقدس مسئولیت له مخې په سالمه روزنه سمبال کړي.
۶/۱۴/۲۰۲۰

Related posts