اکتوبر 16, 2019

د نوموتي شهيد مولوي حميدالله خبيب ژوند ته کتنه

د نوموتي شهيد مولوي حميدالله خبيب ژوند ته کتنه

لیکوال:عاکف مهاجر

د نړيوال طاغوت پر وړاندې يو بې وسلې لښکر د خدای ج په اسرې او هېله ميدان ته را و وت، خو لکه ابراهيم د نمرود په وړاندې ، موسی د فرعون په وړاندې او بالآخره محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم د ابو جهل او احزابو په وړاندې، په تش لاس يې پر وسلو او هرډول تجهيز باندې بار ځواک د مقابلې يو مثال پرېښود او دايې يوځل بيا په اثبات ورسوله چې حق تل برېمن وي، که څه هم له مادي اړخه کمزری خو له معنوي هغه بيا ډېر بې مثاله او نه ماتېدونکی لښکر دی.
دغه لښکر چې کفري نړۍ ورته د ځمکي پر سر د ژوندانه حق نه ور کاوه، پر بې ساري سرښندنو يې ياده ياغي او باغي نړۍ يې پښوته راټېټه او د يو ځواک په توګه يې ځان پرې ومانه.
هوکې! همدغه ځلمي و چې د اسلام او مسلمانانو برم او غرور يې پر ځای کړ، متين هوډ او کلک عزم يې هېواد او هېوادوالو ته عزت ورکړ، پر سادګۍ يې نړۍ غلطه خو د ځېرکتيا هوښيارتوب يې يو بل تاريخ پرېښود او د طالب په نوم يې د تاريخ په پاڼه يو زرين باب خلاص کړ.
لاندې له دغو زلميو څخه د مولوي حميدالله چې پر خبيب يې شهرت درلود ژوند ته کتنه کوو، خو دا چې د هغه د ژوند هره ورځ يوه کارنامه او ژوند يې د کارنامو يو اوږد داستان دی دلته يې پر هغو بساينه کوو چې قلم، کاغذ او وخت مو اجازه راکوي.
زوکړه او زدکړې: شهيد مولو حميدالله خبيب تقبله الله د محمد نعيم زوی او د محمد کريم لمسی په (۱۳۶۳ش) کال د لوګر ولايت د مر کز پل عالم ولسوالۍ نيازيو کلي په يوه دينداره او علمي کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګي غړولې، لومړنۍ زدکړي يې د کلي له ملا امام څخه کړې وې، وروسته په سيمه کې د دادو خېلو د مولوي خوشال ملنګ جامعه فاروقيه مدرسې ته لاړ او تر کافيې او نورالأنوار يې هملته کتابونه و ويل، پر هېواد مو د غربي يرغل سره سم چې زياتره مدرسې وتړل شوې خبيب تقبله الله هم د پاتې زدکړو په موخه ګاونډي هېواد ته مخه کړه او د پېښور نوښار ته نږدې د خير اباد دارالمساکين قدسيه مدرسه کې يې زياتر کتابونه ولوستل او لويه دوره يې د هنګو ضلعي زرګري په جامعه اسلاميه کې له نامتو او مشهور شخصيت مرحوم شيخ الحديث عبدالستار جان کابلي رحمه الله څخه وکړه.
جهاد او مبارزه يې: په هېواد کې د شر او فساد په وړاندې د طالبانو مبارزه روانه وه او دايې وروستي دوه کلونه و، خبيب تقبله الله چې لا د ځواني تر پوړه نه و رسېدلی جهادي فکر او ولولې پرې غلبه وکړه چې آن پکتيکا ولايت ته يې ورساوه او هلته د مجاهدو طالبانو پر ليکو ورګډ شو.
شهيد خبيب تقبله الله خپل ديني درسونه ويل چې پر هېواد مو د امريکايي يرغل لومړۍ شېبې راورسېدې، هغه و چې خبيب ورته درسونه کت کړل او کونړ ته لاړ، د طالبانو د نظام له بشپړ سقوط وروسته بېرته پاتې زدکړو ته را وګرځېد.
د اشغال پر درېيم کال د لوګر ولايت په ګډون ګڼو نورو ولايتونو کې طالبان له نوي نشأت سره راښکاره شول او د هغوی خواره واره عسکر يوځل بيا سره پر راټولېدو شول چې وخت ناوخت به يې د يرغلګرو او د هغوی د مزدورانو پّ وړاندې بريدونه ترسره کول، شهيد خبيب تقبله الله هم خپل زنګ وهلي ټوپک ته لاس کړل او د شهيد امرالله رهبر تقبله الله په مشري يې بيا ځل د جهاد سنګرونو ته ځان ورساوه.
حميدالله خبيب تقبله الله په خپلو همسنګره ملګرو ترمنځ ډېر زر پر يوښه نښه وېشتونکي راکټچې شهرت وموند چې په هرځل کمين کې به يې خامخا يو ټانک وېشته، د هغه يو ملګری وايي په لومړيو کې د مرکز ولسوالي علي خان کلا سيمي ته د کمين لپاره لاړو، شېبه وروسته د امريکايانو ټانګونه راغلل، خبيب راته و ويل له دې وړاندې مي پر راکټ فائر نه دی کړی خو درس مويې ښه ويلی، نو دعاوي کوه چې الله تعالی يې برابر کړي، له ټانګونو را رسېدو سره سم له واره خبيب پرې راکټ فائر کړ او په لومړي ځل يې د امريکايانو ټانک و ويشت چې له خوشالۍ څخه يې بيا بيا د الله اکبر نارې وهلې.
شهيد خبيب تقبله الله به تل د يرغلګرو په ټانګونو پر بريد کې ضرور يو ټانک وېشته په دې توګه هغه پر يو مسلکي راکټ وېشتونکي مشهور شو چې له۲۰زيات ټانګونه به يې وېشتلي وي.
پر خبيب تقبله الله څوځله داسي پړاونه هم راغلل چې پکې شهادت به يې حتمي مالومېده، خو د خدای ج په نصرت او د خپلي ځېرکتيا او فداکارۍ په مټ به ترې روغ رمټ و وت او د ښمن ته به يې دروند زيان هم واړاوه، په تېر۱۳۹۷ش کال هغه مهال چې نوموړی مورکۍ ته د لوی اختر مبارکۍ لپاره کورته لاړ چې د کابل ګردېز په لويه لاره د سړک غاړي ته دی د دښمن بېلابېلو ارګانونو په لوی شمېر عسکرو پرې غدۍ ور وړه، هغه چې خالي لاس و که څه هم مقاومت به يې نه و کړی خو ځان يې هم د دوی ګوتو ته ور نکړ او د خدای ج په نصرت او خپله ځېرکتيا روغ ترخپلو ملګرو را ورېده.
اسارت يې: شهيد حميدالله خبيب تقبله الله خپل کورته څېرمه پر اصطلاح ملي امنيت ځواکونو ونېوه او څلور مياشتي يې د دښمن تر ربړونو او شکنجو لاندې تېري کړې، خو هغه ترپايه پرخپل نوم اقرار ونکړ چې همدايې د خلاصون لامل شو او له څلور مياشتي زندان وروسته د خدای ج په نصرت راخلاص او جهادي مبارزه يې پيل کړه.
شهادت يې: شهيد خبيب تقبله الله د۳۵کلونو په عمر د۱۳۹۸ش کال د سرطان مياشتي پر۲۴مه نېټه د دوشنبې پر ماښام د يرغلګرو د ډرون بريد په ترڅ کې د څوتنه نورو ملګرو سره يوځای د شهادت جام نوش کړ، د اجل داعي ته يې لبيک و وايه او روح يې خپل حقيقي مالک ته و سپاره انالله و انااليه راجعون روح دې يې ښاد او ياد دې يې تل ترتله وي.

Related posts