جولای 12, 2020

کورونا اودهند مظلوم مسلمانان

کورونا اودهند مظلوم مسلمانان

حسن مومند

دا مهال په ښکاره دټولې نړۍ غم یو دی ؛ دټولې نړۍ پام دکورونا ویروس نه دانساني ټولنې دخلاصون پرلور دی ځکه چې دنړیوالو ادارو له لورې دخپروشویو ارقامو له مخې په ټولې نړۍ کې ددې وبایې مرض نه تر دې دمه نېږدې ۳ سوه زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړیدی اوداسې ویل کېږي چې تر دې دمه یې نړۍ په علاج یا ورنه دځان ساتنې په واکسین موندلو نده توانېدلې.

دهند حالت هم ډېر بدتر دی ؛ ددې هېواد دروغتیا دکمزورې اوناقصې پالیسۍ له امله دا مرض په هند کې په ډېرې تېزۍ خپور شو ؛ پر ځای ددې چې دهند دولت دصحت بخش ته ښه توجو کړی او لازم احتیاطي او دفاعي تدابیر یې پرکار اچولي وای پرخپلو ناکامیو دپردې را اچولو او دمتعصبو او احمقو هندوانو دتوجو اړولو لپاره یې ددې ویروس خپرېدا پړه پرمسلمانانو واچوله او پدې هېواد کې دمسلمانانوپر ضد د تشدد یوه نوې لړۍ پیل شوه .

 دمودي دولت چې دخپلې کومې  ناکامۍ په اړه د ولسي غبرګون نه ځان خلاصول غواړي نو د ځان خلاصولو اسانه لار یې داده چې پر مسلمانانو ددې ناکامۍ پړه ورواچول شي ، بیا احمق اومتعصب هندوان دمسلمانانو پسې راپاڅېږي نور دې ته نه ګوري چې آیا پدې ناکامۍ کې دمسلمانانو یو فیصد ونډه هم شته او که نه ؟

دهټلر په مشرۍ کې چې نازیانو کوم ظلم او وحشت خپور کړی و نن هغې ته ورته ظلم او وحشت دمودي په مشرۍ کې دآر ایس ایس او نورو تروریستو ګوندونوسره تړاو لرونکو اسلام دښمنو هندوانو دمسلمانانوپروړاندې په هند کې خپور کړیدی .

دکومه نه چې دمودي په نوم دګجرات داقصاب واک ته رسېدلی دی له هماغې ورځې راهیسې په هند کې دمسلمانانو ورځ بده ده ؛ نه دکوم مسلمان ځان محفوظ دی ، نه مال او نه هم عزت .

داهر څه په داسې هېواد کې روان دي چې ځان په نړۍ تر ټولو ستردیموکرات او سیکولرهېواد ګڼي

د آر ایس ایس بي جي پي او بجرنګ دل په څېر تروریست ګوندونه مسلمانانو ته د داسې دحشرات الارض په نظر ګوري چې ترې هند خالي کول ډېر اړین بولي اوددې لپاره یې مټې رانغښتې دي.

 دوئ دمسلمانانوپرضد د وحشت پیلولو لپاره دیوې کوچنۍ پلمې په انتظار وي ؛ کله چې ورته پلمه په لاس ورشي بیا د روغ ناروغ ، کوچني ،ستر ، سړي او مېرمنې له امتیاز پرته دمسلمانانو قتل عام پیل کړي او هیڅوک ترې دپوښتنې نه وي ځکه چې دا هر څه ددولت تر سرپرستۍ لاندې کوي .

دمسلمانانو جرم دا دی چې دوئ  دهغو نیکونو اولاده ده چې هند یې فتح کړی او پرې یې کابو ۸سوه کلونه حاکمیت کړی ؛ هندوان چې دتاریخ په پاڼو کې دمسلمانانو دا ۸ سوه کلن دور ویني نو سینې یې له اور نه ډکې او دانتقام اخستلو فکر یې پر اعصابو حاوي شي ،بیا ترې وحشي ځناور جوړ وي چې طبعا کارونه هم دوحشت کوي او دمودي دولت ، عدلیه او دهند رسنئ ټول دهمدوئ تر شا ولاړ وي او وحشت یې تائیدوي.

دمتعصبوهندوانواو دولت لپاره نوې پلمه داوه چې دمارچ په منځنو ورځو کې په نوي ډیلي کې تبلیغي اجتماع شوی وه چې له هغې وروسته دهند متعصبو سیاسي مشرانو دمسلمانانو پر ضد دا تبلیغات پیل کړل چې دپلان له مخې دمسلمانانو او خصوصاً دتبلیغي جماعت له لارې په هند کې کورونا خپره کړای شویده .

بس دسیاسي مشرانو ددې نا مسئولانه څرګندونو سره سم په دې هېواد کې په شوشل میډیا ، ورځپاڼو،جرائدو اوتلویزیونو کې دمسلمانانو پر ضد نه تم کېدونکي تبلیغات پیل شول ؛ کورونا ویروس په ( اسلامي وایرس ؛ جهادي وایرس ، تبلیغي وایرس ، مدرسه وایرس ) په نومونو ونومول شو او ددولت په اشارو ددولت نه په ډېر شدت وغوښتل شول چې دمسلمانانوجوماتونه ، مدرسې اودیني مرکزونه دې بند کړای شي او دمسلمانانو په ګرځېدو اوټولو فعالیتونو دې بندیز ولګول شي .

بیا داپریل په ۱۹ مې نېټې دهند دولت دکورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په هند کې په کورونا داخته شویو مریضانو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېږي چې د ۴۰۰ نه دزیاتو مریضانو تړاو دتبلیغي جماعت سره دی نو باید دتبلیغي جماعت مشر مولوی سعد ونیول شي او دقتل دوسیه ورته جوړه شي .

ددې اعلان نه ۴ ورځې پس یانې داپریل په ۲۳مې نېټې دولت اعلان وکړ چې هند کې ۳۳۰۰۰زره تنان پدې مرض اخته دي چې ۱۰۰۰ تنانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ .

 ددې اعلان دخپرېدلونه پس په ټول هند کې دسوشل مېډیا له لارې دمسلمانانو پر ضد دنفرت خپرولو لپاره د تبلیغاتو سېلاب پیل شو ؛ تردې چې ډېرو داغوښتنه هم کوله چې تبلیغي جماعت دې  تروریست جماعت وګڼل شي او ارکان دې یې دمرګ په سزا محکوم شي .

دمتعصبوهندوانو دا ددولت نه غوښتنه وه خو ددولت پرېکړې ته یې ځان اړ ونه ګڼلوبلکې پخپله یې عملاً دمسلمانانوپرضد هر هغه څه وکړل چې څه یې زړه غوښتل ؛ هېواد په مختلفو برخو کې یې دمسلمانانو په وژلو، وهلو دکورونواو دوکانونو سوزولو اوبندولوپیل وکړ؛ دمتیازو سکلو ته یې اړ ایستل او دولت له کوره بیرون هرمسلمان په زور دقرنطین مرکزونوپه نوم جوړو شویو زندانونو ته بوتلل نو مجبوراً ټول مسلمانان په کورونو کې محصور شول چې لا هم محصور او دسختو اقتصادي اوصحي ستونزو سره مخ دي.  دمسلمانانو پر ضد دنفرت خپرولو تحریک دومره زور اخستی دی چې دحاکم ګوند بی جی پی غړی او د اترپردیش ایالت نه پارلمان ته منتخب شوی رکن سریش تیواری اعلان وکړ چې په ډېرې تېزۍ په هندي رسنیو کې خپور شو هغه ویلي چې دمسلمانانو نه سبزي مه اخلئ ! ځکه چې دوئ پرې توکاڼې توکي چې دا په موږ کې دکورونا دخپرېدا سبب کېږي.

په جوماتونو کې دلمونځونو پر اداکولو بندیز دی او اوس چې دروژې مبارکه میاشت ده او مسلمانان په اذان روژه نیسي او په اذان یې ماتوي د هند په زیاتره سیمو کې په اذان کولو هم بندیز دی بلکې دجوماتونو دمنارو نه دلوډسپیکرونو دراکوزولو لړۍ هم روانه ده او دلوډسپیکر راکوزولو پر مهال پولیس مسلمانانو ته وایې چې بیا اذانونه ونکړئ ځکه چې ستاسو له امله په هېواد کې کورونا خپره شویده .

 ددولت له لورې جوړشوي دقرنطین مرکزونه هم دمسلمانانو جدا او هندوانو جدا دي ؛ دهندوانو لپاره جوړ شوي مرکزونه رښتیا هم قرنطین مرکزونه دي خودمسلمانانولپاره جوړ شوي مرکزونه اصل کې قیدخانې دي؛ چې یوځل ورته مسلمانان راوړل شي بیا یې ترې ویستل دډاکتر داجازې او دجوړېدو پورې  اړه نه لري بلکې دپولیسو په اختیار کې وي ځکه چې نه دې مرکزونو کې ډاکتران وي او نه هم صحي وسایل.

 په نوي ډیلي کې مسلمانان دې مرکزونو ته راغلل ؛په چغو چغو یې ژړل ویل یې : د قرنطین موده ۱۴ ورځې ده ،زموږ په خلکو کې دچا هم له ۲۸ ورځو کمې ندې تېرې شوې خو تر اوسه یې دولت نه

راپرېږدي او موږ ته وایې چې ولاړ شئ ګینې تاسو هم دې مرکزونو ته ورداخلوو.

د سوشل میډیا له لارې داسې  خبرونه خپاره شویدي چې ددې مسلمانانو یوه لویه شمېره د دوا او ډاکتر دنه شتون له امله وفات شویدي نو مجبوراً په هند کې دلګکیو کمیسون دهند دصحت وزیر ته خط ولیکلو اوپکې یې ددې مسلمانانو دسرنوشت په هکله ترې وپوښتل خو دصحت وزیر تر اوسه ددوئ په هکله هیڅ معلومات ندي ورکړي .

ټولې نړۍ ته معلومه ده چې هند کې  ددولت په سرپرستۍ کې ډېر ستر تروریزم روان دی؛ دتېرو ۷ لسیزو راهیسې دزور له لارې دکشمیریانو دغلام ګرځولو هڅې روانې دي ؛ یو کورهم داسې ندی پاتې چې دوحشت ښکار شوی نه وي اوترې دشهید جنازه نه وي پورته شوی ؛ تر اوسه دلته یونیم لک مسلمانان شهیدان شوي ؛ دنورې نړۍ خلک دکرونا ویروس دخپرېدو نه پس په کورونو کې محصور شول خو دکشمیر مظلوم مسلمانان دتېرو کابو لسو میاشتو راهیسې په خپلو کورونو کې محصور اودخوراکي او اړتیا وړ نورو اشیاءو دسخت قلت سره مخامخ دي ؛ ددې ترڅنګ په قبضه شوي کشمیر کې کورونا خپره شویده خو صحي هیڅ اسانتیاوې نشته چې دلته دبشري ناورین درامنځته کېدو خطر مخ په زیاتېدو دی ؛ خو نړۍ پدې هر څه سترګې پټې کړیدی .

دملګروملتونو اداره چې دټولې نړۍ دانسانانو دحقوقو نه دفاع او ساتنه یې له مهمو اهدافوڅخه ګڼل کېږي ولې په هند اوخصوصاً کشمیر کې دکوچنیانو ژړاګانې دمېرمنو ویر اودبوډاګانو آه او فریاد نه اوري ؟ ولې دا بند ښارونه ؛ خالي سرکونه ؛ مفلوج ژوند اوپرمسلمانانو دوحشي هندي فوځ ګولۍ ورول او دکوتکونو ګوزارون نه ښکاري ؟

اودمتعصبو هندوانو له لورې  دکورونا دخپراوي په څېر په ډول ډول پلمو دمسلمانانو دنسل ختمولو اقدامات ولې نه ویني ؟

سره له دې چې په هند کې دتابعیت نه دمسلمانانو دبې برخې کولو لپاره دنویو قوانینودنفاذ او په قبضه شوي کشمېر کې دهند دفوځ دوحشت دنوې لړۍ په هکله ټوله اسلامي نړۍ چوپه خوله وه  اودترکې ، مالیزیا اوپاکستان پرته په عربو او عجمو کې هیچا هم ددې ظلمونو پرضد اواز  نه و پورته کړی خو اوس چې په نړۍ کورونا خپره او له امله یې په ټولې نړۍ کې کابو ۳سوه زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی په هند کې دمتعصبو هندوانو له لورې پرمسلمانانو ددې مرض پړه وراچول اوپر مسلمانانو دظلم او وحشت نوې لړۍ او دهندي دولت له لورې پرمسلمانانو ددې مرض دخپراوي مسئولیت ور اچول  عرب غصه کړیدي او په سوشل میډیا د افرادو ، تنظیمونو او ټولنو له لورې دمتعصبو هندواونو او متعصب دولت ستخته غندنه شویده اوله نېکه مرغه چې دکویت او دعربو متحده اماراتو چې همدا خبره راپورته کړه نو ورسره اسلامي کانفرانس هم یو څه دغفلت له خوبه رابیدار او دا خبره یې ددې وړ وګڼله چې پوښتنه یې وشي .

داپریل په ۱۸مې نېټې اسلامي کانفرانس یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې دهند نه غوښتل شوي و چې داسلام او مسلمانانو سره دنفرت خپرولو پر ضد باید هند جدي ګامونه پورته کړي .

دقطر پوهنتون کې دخلیجي مطالعاتو په بخش کې دسیاست استاذ دوکتورفرحان وایې : دمتعصبو هندوانو له لورې فاشستو سخت دریځو څرګندونو نړۍ حیرانه کړه اوډېر هغه وګړي چې دهند په اړه یې فکر مثبت و اوس یې فکرونه بدل او هندوانو ته دنفرت په نظر ګوري .

دعربو دمتحده ایالاتو دشاهي کورنۍ سره تړاو لرونکې شهزادګۍ (هند الفصیحي ) ویلي دي چې متعصب اونسل پرست هندوان به دجریمه کولو نه پس دهېواد نه شړل کېږي .

Gulf News   ورځپاڼې کې د دهند الفصیحی په خپرې شوې یوې تازه لیکنې کې راغلي دي نړۍ بل هټلر ته اړتیا نه لري ؛ نړۍ دمارټن لوتر کنګ ، ګاندی او نیلسن منډيلا په څېر خلک غواړي ؛ دخپلو خلکو وژل تا اتل نه ګرځوي بلکې له تا دیکتاتور، قاتل او جلاد جوړوي ؛ هند باید اسلام ضد تبلیغات او نفرت خپرول پرېږدي.

داسلامي نړۍ ترڅنګ نا مسلمانه نړۍ کې هم اوس هند دلویې رسوایۍ سره مخامخ شوی اودظلمونو پر ضد یې ورو ورو غږ پورته کېږي. په ړومبي ځل په امریکا کې دمذهبي ازادۍ بین المللي کمیسیون د۲۰۲۰م کال په خپل کلني راپور کې هند دمذهبي اقلیتونو لپاره په خطرناکو هغو هېوادونو کې ورشامل کړی چې پکې مذهبي ازادي او انساني حقوق تر پښو لاندې کېږي ؛ یاد کمیسون دامریکا له باندنیو چارو وزارت نه غوښتي دي چې په داسې کړنو کې ککړ هندي مشران دې  په تور لست کې داخل او ورباندې دې بندیزونه ولګوي .

خو داچې مادي منافع ټرمپ ته له هرڅه وړاندې دي او دهند سره په ښو روابطو کې امریکا خپل منافع ویني نو داسې نه ښکاري چې ټرمپ به دهند خلاف کوم کوچنی اقدام وکړي.

اوس چې دهند ظلمونه اوج ته رسېدلي دي باید نړۍ دچوپتیا روژه ماته کړي که دامریکا دیاد کمیسون په څېر په نورې نړۍ کې هم دهند پر ضد اواز پورته شي اوبیاپه ټوله اسلامي نړۍ یا یواځې عرب هېوادونه هند باندې دبندېزونو لګولو ګواښ وکړي په هماغه ورځ به په هند کې نه یواځې دمسلمانانو بلکې دټولو لګکیو پر ضد دروانو ظلمونو لړۍ تم وي.

که رښتیا ووایو دګواښ کولو اړتیا هم نشته ځکه چې دهند ۸ نیم ملیونه وګړي په خلیجي هېوادونو کې په کارونو او مزدوريو بوخت دي چې دوئ هر کال خپل هېواد ته ۵۵بلیونه ډالر لېږي ؛ هند دا ټول خلک په خپل هېواد کې نه شي زغملی ؛نه ورته کار ورکولی شي او نه هم ددې زیاتو ډالرونه ځان بې برخې کوي .

نوکه خلیجي هېوادونو ددې هندوانو دشړلو اراده ښکاره کړه ټول هند به په توبو وي. دهند  دولت ؛ فوځ او عام هندوان  زیات شریران دي خوچې څومره شریران دي له هغې څو چنده زیات بزدلان هم دي ؛ یوه ګوت څنډنه ورته بسیا کوي خو چې څوک پیداشي .

Related posts