اکتوبر 16, 2019

عبدالله ؛ د دریو شهیدانو څلورم شهيد ورور!

عبدالله ؛ د دریو شهیدانو څلورم شهيد ورور!

ليکنه: نصيب ځدراڼ 

د لوګر د مرکز اړونده “دوشنبه” سیمه کې مې د تېر لوی اختر نه لږ مخکې مې د عبدالله په نوم له یوه مجاهد سره ولیدل،ماخوستن ډوډۍ نه وروسته امیر یې نورو ملګرو ته وویل چې دی به پیرې ته نه درسره ځي،موږ ته یې کیسه وکړه چې دوې میاشتې مخکې یې یو ورور شهید شوی او دوه وروڼه یې مخکې شهیدان وو، دی د اعصابو تکلیف هم لري نو ځکه موږ ډیر پام ورباندي کوو.

سهار مې د عبدالله نه د نورو وروڼو معلومات وکړل چې ژوند لیک یې لیکم ؛ ترڅو یې د میړانې تاریخ راتلونکي نسل ته پاتې شي.
ده راته کړل: درې ورورڼه مې قاري شمس الله، سیف الرحمن او احسان الله شهیدان شوي دي او زه یې د څلورم ورور د شهادت په انتظار د نيمګړي ژوند شپې -ورځې سبا کوم.

د پنځلس شل کاله پخوانۍ خبر ده، د یو ځوان په مرګ به خلکو تر کلنو ژړیدل،خوشحالۍ به یې نه کولې یا به یې د هغه چا تر مخ نه کولې چې د کورنۍ ځوان به یې مړ و،خو د امریکایانو یرغل د افغانانو د غیرت،او مینې داسې امتحان واخیست چې تاریخ کې یې مثال نه لیدل کیږي. داسې ډیر کم کورونه دي چې یو ځوان نه وي پکې شهید شوی، بلکې دوه درې ان څلور وروڼه هم شهیدان شول او وسله یې پنځم ورور راواخیسته همداسې کیسه کټ مټ د ګلا جان اکا هم ده.

قاري شمس الله، سیف الرحمن، احسان الله د ګلان جان بچیان د پکتیا ولایت مرکز د ټنډانو د تیرې اوسیدونکي وو.

شهید قاري شمس الله وروڼو کې تر ټولو مشر و،خپلې لومړنۍ زده کړې یې د ګردیز  د عربانو دارالعلوم څخه پیل کړې او همدلته یې دستاربندي وکړه.کله چې ناټو د امریکا په مشرۍ کې په افغانستان یرغل وکړ نو شمس الله ځوان و او په ۲۰۰۳ کال کې یې اسلحه راپورته کړه او جهاد یې پیل کړ، د شمس الله خصوصي مهارت په ځمکینو ماینو کې و،د یرغل د پیل کلونه وو،امریکایانو داسې توقع نه کوله چې د دوی لوی قوت به په کمزورې اسلحه ماتیږي،شمس الله هم دغه ځمکني ماینونه په کامیاب ډول استعمال کړل او په خپله سیمه کې یې له امریکایانو لاره ورکه کړه.په ۲۰۰۵ کې قاري شمس الله امریکایانو ونیو او بندي یې کړ،درې کاله یې د باګرام زندان تیر کړ  او ۲۰۰۸ کې راخوشی شو.

راخلاصیدو ورسته د شمس الله عزم نه وو مات شوی او بیا یې د ماینونو په ذریعه په دوښمن بریدونه پیل کړل او د التمور ساحه، د کابل ګردیز عمومي د سړک کې یې په امریکایانو لسګونه کامیاب بریدونه وکړل،په دي سپیڅلي مزل کې یو ځل چورلکو و ویشت او ژور ټپي شو.۲۰۱۵ مني کې یې د لوګر ولایت مرکز مربوط د مغلانو سیمه کې امریکایې عسکرو باندي کمین و وهلو،نور ټانګونه وتښتیدل،یو ټانګ پاتي شو او مجاهدینو محاصره کړ،له امریکایانو د تښتې لار ورکه وه،په همدې وخت کې یوه چورلکه راغله،په قاري شمس الله او ملګرو یې بمبار پیل کړ او قاري صیب شمس الله یې سره له دوو ملګرو شهید کړ،د شهید قاري درې لوڼه یتیمانې پاتې شوې.

کشر ورور سیف الرحمن د خوست ډهیرۍ مدرسه کې زده کړې کړي وي،دیني کتابونه یې تر وړې دورې پورې لوستلې وو،عبدالله کیسه کوله چې زموږ کورنۍ د سیف الرحمن د شهادت د شوق سره په کتلو سره  په خپلو پیسو اسلحه ورته واخیسته،سیف الرحمن د جهاد لپاره د استشهادي عملیاتو لار راخپله کړه او خپل نوم یې د اسشتهادي برید لپاره د امارت مسؤلینو ته ورکړ،خو د شهادت ارمان یې د استشهادي برید پر ځای د ډرون په برید کې پورا شو. او د ۱۴۳۳ کال د شعبان په ۱۶ د لوګر التمور سیمه کې د ډرون په برید کې په شهادت ورسید.

درېم ورور شهید احسان الله،لومړنۍ زده کړې یې له خپل کلي او بیا د د خوست ولایت  لټکو د مدرسې څخه پیل کړي او هلته  د وړې دورې طالب وو،

د ۱۴۲۸ ه ق کال کې یې د لوګر ولایت څخه جهاد پیل کړ، په کمینو او تعرضونو کې برخه اخیسته. جهاد مینه یې دومره وه چې څلور ځله زخمی کیدلو او دوه ځله بندي کیدل یې هم په جهادي لار کې خنډ نشول،یو وخت لوګر کې د قطعه صفر ډیرې چاپې وهلې،د ورځې لس بجې سیمې ته عسکر راغلي وو،ټولو خلکو ته یې وحشت معلوم وو نو خلکو سیمه پریښودله،احسان الله خپله اسلحه واخیسته او د عسکرو په طرف یې منډه ور واخیسته،کمین یې ورته ونیو،درې عسکر یې و وژل او دي ته یې اړ کړل چې بیرته وتښتي،د عسکرو په ځوابي ډزو کې احسان الله هم ټپي شو خو بیا دي سیمې ته عسکر رانغلل،شهید احسان الله د کمیني او تعرضي بریدونو تر څنګ په ځمکنیو ماینونو کې هم مهارت درلود او د ځمکنیو ماینونو په واسطه یې په دوښمن څورالس کامیاب بریدونه تر سره کړل،د دي تر څنګ یې،د خپلو ملګرو سره یې لوګر مرکز مربوط الیاس خان قلعه د خوړ پوسته یې  فاتحانه برید وکړ او څلور ایم فور او یوه پیکا یې غنیمت کړل.

عبدالله کیسه کوله چې د خوښۍ په عمومې لار یوه  پوسته وه چې عوام تر په تکلیف وو،مجاهدینو د تعرض قصد ورته وکړ،د تعرض په ماښام مو چې د مجاهدینو نومونه وکتل نو زما نوم هم په تعرضیانو کې وو،احسان الله اول ماته و ویل چې ته پاتي شه زه نن ځمه او بیا یې زموږ امیر ته ژړلي وو چې ورور مې پاتي کړه زه به لاړ شم.ما ورته و ویل دواړه به لاړ شو خو امیر مو امر وکړ چې احسان الله دي لاړ شي ته پاتي شه،

د شپې نهه بجې یې تعرض پیل شو،احسان الله په تعرضیانو کې وو او د پوستې ته نږدي ورغی،له دروازې یې په عسکرو د ګرنیټونو ګذارونه وکړل،د پوستې د ننه نه عسکرو ډزې ورباندي کړې وي او په یوه لاس او پښه یې زخمي کړ،ورسته د عسکرو د کومک لپاره ټانګونه راغلل،هغوی هم ډزې ورباندي وکړي او په شهادت ورسید.

ما یې دا ژوند لیک ولیکو او ساتلی مې وو چې عبدالله ته به یې لیږم،نن سهار چا په وټس اپ عکس راولیږو چې دا عبدالله نه دی؟په کفن کې پروت وو،هغه ستړې څیره یې شناخته راته معلومه شوه،ورسته فیسبوک کې چا پوسټ کړی وو چې عبدالله هم شهید شوی.

د عبدالله شهادت ځکه ودردولم چې څو شیبې مو ورسره تیرې وي،د کورنۍ له حال او په ورورڼو پسې خفګان نه یې خبر وم،یو ماشوم څومره په ستړیاوو،خواریو را لوی کیږي،بیا کومه جذبه ده چې یو،دوه،درې او څلورم ورور یې هم د اسماعیل(ع) غوندي قربانۍ ته تیار شي او عملاً قربانې ورکړي؟د امریکایي مرمیو،ډرون میزایلو،فاسفورس بمونو ،زندانو او زخمونو پرواه خلک نه ساتي بلکې خوند تر آخلي؟

الله تعالي ته دعا کوم چې د عبدالله د ورورڼو او نورو زرګونو شهیدانو د وینو له برکته آزادي راولي او په افغانستان کې شرعي نظام حاکم کړي.

Related posts