سپتمبر 20, 2019

بدخشان: جرم او کشم کې د دعوت او ارشاد کمیسیون غونډې جوړې شوې

بدخشان: جرم او کشم کې د دعوت او ارشاد کمیسیون غونډې جوړې شوې

له بدخشان څخه د ترلاسه شوي راپور له مخې څو ورځې وړاندې د دعوت او ارشاد کمیسیون په ابتکار د یاد ولایت، په کشم او جرم ولسوالیو کې غونډې جوړې شوې، دغو غونډو ته په علماؤ، د مساجدو په امامانو، قومي مشرانو، سیمه ایزو مسؤلینو برسېره د سیمې خلک هم راغلي ول.

دغونډې پر مهال وینا والو د امربالمعروف والنهی عن المنکر، د اسلامي امارت پالیسي، د مجاهدینو د روزني او نورو موضوعاتو په اړه تفصیلي ویناګانې وکړې.

د قران کریم په تلاوت سره پیل شوې یاده غونډه د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسیده.

2019/8/25

Related posts