سپتمبر 20, 2019

بلخ کې ګډ دښمن ۵ ملکي وګړي بنديان او کورونه بمبار کړل

بلخ کې ګډ دښمن ۵ ملکي وګړي بنديان او کورونه بمبار کړل

له بلخ ولايت نه په ترلاسه شوي خبر کې راغلي چې د دې ولايت په نهرشاهي، خاص بلخ، چمتال، چهاربولک او شولګر ولسواليو کې د ګډ دښمن عسکرو د چاپې په مهال له ملکي وګړو سره سخت وحشت کړی.

د خبر له مخې عسکرو د چاپې په ترڅ کې د ملکي وګړو د کورونو دروازې په بمونو الوځولې او آن د کوټو کړکۍ يې ماتې کړې دي او د تالاشۍ په بهانه يې شخصي شتمنۍ چور کړې دي.

له دې علاوه يې ۵ تنه مظلوم او بې دفاع کليوال له ځان سره وړي دي او ځيني نور يې سخت وهلي دي.

د خبر له قراره اشغالګرو او د کابل ادارې عسکرو خاص بل په عالم خيلو، د چمتال په نوشهر او د شولګر ولسوالۍ په ساآب سيمو کې په کليو وحشيانه بمبارونه کړي او ګڼ کورونه يې ويجاړ کړي او خلکو ته يې زيات مالي زيانونه اړولي دي.

2019/8/24

Related posts