جولای 12, 2020

علو الهمة (لوړ همت )

علو الهمة (لوړ همت )

لیکنه: منصور الرحمن

هغه د اندلس په الجزیرة الخضراء کې په یوه دینداره کورنۍ کې سترګي غړولي، په کوچنیوالي کې یې زده کړي پیل کړې، د لوړو زده کړو لپاره یې قرطبې ته سفر وکړ، هلته یې په مختلفو فنونو کې مهارت ترلاسه کړ، او د وخت د مشهورو علماوو څخه یې علمي استفاده وکړه.

هغه به خپلو ملګرو ته ویل چې کله زه وزیر شم نو تاسو د ځانونو لپاره اوس لا مناصب خوښ کړئ ترڅو بیا زه هماغه مناصب درکړم، ملګرو به ورپوري خندل وای ځان ته ګوره او دومره غټي خبري، ته یو طالب علم یې او بس!

خو هغه د ځان لپاره یو هدف ټاګلی و چې حتما به ځان ورته رسوي، همدې هدف ته رسېدا لپاره یې لومړی د الزهرا د قصر له دروازې سره د عریضه نویسي کار پیل کړ، هغه د خپل صلاحیتونو له امله ډېر ژر شهرت وموند او د قصر خاص خلګو به عریضې او خطونه ور باندي لیکل.

همدا شان یې قصر ته د ننوتلو لاره وموندله او لومړی د خلیفه هشام د زوی مربي شو. دا یې د ترقي پیلامه وه چې وروسته یې بیا ډېر پرمختګ وکړ او لوړو مناصبو ته ورسېدل، بالآخر په اندلس کې د اموي خلافت حاجب شو، او د ټول دولت د چارو واګي یې په لاس کې واخیستي.

په اندلس کې یې دومره خدمت وکړ چې تر اوسه یې د خپلو کارنامو له امله نوم ژوندی دی، او تل به یې تاربخ یاد لري.

دا د لوړ همت خاوند د ” الحاجب المنصور ” په نوم شهرت لري .

هغه که د خپلو ملګرو خبرو ته غوږ نیولی وای کېدای شي نن هغه هم د هغو خلګو په شان یو سړی و چې د تاریخ په اوږدو کې تېر شوي خو هیڅ تذکره یې نشته .
خو نه! بلکې هغه خپل ځان ته هدف ټاکلی و، هغه ته د رسېدا لپاره یې پوره کوښښ وکړ چې اخېر ورته و هم رسېدل.

له دې څخه څرګندېږي چې انسان هر څه کولای شي او هر ځای ته رسېدلای شي لاکن شرط دا دی چې باید لوړ همت ولري او د خپل وس مطابق پوره کوښښ وکړي.

سید ابو الحسن علي ندوي رحمه الله فرمايي: اوس انسان نبي نشي جوړېدای ځکه چې نبوت کسبي شی ندی، او نه صحابي او تابعي ځکه چې دا د صحابه وو له لیدلو سره تعلق لري، نور هر څه جوړېدای شي!

Related posts