جولای 12, 2020

د یو معتبر سازمان په نوم بې اعتباره راپور

د یو معتبر سازمان په نوم بې اعتباره راپور

د اونۍ تبصره:

د ملګرو ملتونو اداره په نړیواله کچه یو مهم او معتبر سازمان ګڼل کیږي. دا سازمان چې د نړۍ نږدې ټول هیوادونه په کې عضویت لري په همدومره کچه د اعتبار، وجاهت او مسؤلیت پیټی یې هم په اوږو پروت دی. همدغه نړیوال حیثیت ایجابوي چې له دې سازمانه کوم راپور نشریږي باید ډیر کره، مستند او په حقائقو ولاړ وي. تناقضات او په تخمین ولاړ قضاوتونه باید په کې نه وي، بلکې هر خبره یې باید له واقعیتونو سره اړخ ولګوي.
اما په ډیر تأسف باید ووایو د دې سازمان لخوا چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د شتون او نورو مسائلو په اړه کوم راپور خپور شوی له واقعیتونو سره هيڅ اړخ نه لګوي. د بیلګې په ډول په یاد راپور کې چې د بهرنیو جنګیالیو کوم ارقام خپاره شوي او د افغانستان په خاوره د هغوی د پراخ شتون ادعا شوې زموږ هیوادوال یې حیران کړي دي. ځکه افغانان چې د دې هیواد اوسیدونکي دي، د خپل کور حالات په خپلو سترګو ویني او په وضعیت یې له هر چا ښه علم لري، په دې پوهیږي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې بهرني جنګیالي شتون نه لري. دا څرنګه امکان لري چې د ملل متحد د راپور په اساس دې زرګونه بهرني جنګیالي په افغانستان کې موجود وي خو د دې هیواد وګړي دې ورباندې هیڅ خبر نه وي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د دې معلوماتو لپاره کومه خپلواکه پلټنه نه ده شوې، بلکې راپور د کابل ادارې او ځینو نورو حکومتونو د معلوماتو په اساس تهیه شوی دی. د کابل اداره چې له اسلامي امارت سره عملا په جګړه بوخته ده، دغه راز ځیني نور هیوادونه چې په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي، ضرور به یې هڅه کړي وي چې د ناسمو معلوماتو په ورکړه سره د ملل متحد له موقف څخه غلطه استفاده وکړي او د اسلامي امارت په اړه نړۍ ته ناسم تصوير ورکړي.
په راپور کې ګڼ نور تناقضات او ناسم معلومات هم شته، د اسلامي امارت د څو ادارو د مسؤلینو نومونه غلط ښودل دي، دغه راز د یوه ولایت والي یو ځای مړ بلل شوی او په همدې راپور کې بل ځای برحال والي معرفي شوی دی. په راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت د شوری تشکیل یې د اسلامي امارت له رسمي سایټ څخه اخیستی، په داسې حال کې چې اسلامي امارت د رهبري شوری تشکیل په هیڅ سایټ یا رسنۍ کې نه دی خپور کړی، دا ټول څه ثابتوي چې دغه راپور له غیر واقعي او ګمراه کوونکو منابعو څخه تهیه شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت باور لري چې د دغه راپور په تهیه کولو کې د ملګرو ملتونو د سازمان له نوم څخه په بده استفاده هغو هېوادونو رول لوبولی چې په افغانستان د جګړې اختتام او یوه سیاسي حل ته رسیدل نه غواړي. موږ پوهیږو چې زموږ په هیواد راتپل شوې ۱۹ کلنې جګړې که له یوې زموږ کور وسوځاوه، زموږ ملت یې دربدره کړ، بل اړخ ته د ځینو ادارو او حکومتونو د مالي ګټو، عملي تبارز او سیاسي منافعو سبب هم شوه. دا چې په افغانستان کې د دوی دغه ناروا منافع د جګړې له دوام سره تړلي نو ضرور به هڅه کوي چې د سوله ییز بهیر په بې اعتباره ښودلو سره د جګړې دوام ته زمینه سازي وکړي.
خو زموږ د ملت غوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان وجودي فلسفه په نړۍ کې د جګړو ختمول او د سولې راوستل دي، دغه راز د امنیت شوری غرض د امنیت راوستل دي نه د جګړو د دوام لپاره د دلائلو تراشل او اعلانول. نو بناء ښه دا ده چې له رامنځته شوي فرصت څخه د سولې لپاره استفاده وشي، تر څو زموږ مظلوم ملت وتوانیږي یوه خپلواک او عزتمن ژوند ته ورسیږي.

Related posts