جولای 15, 2020

کندوز، د پوهنې مسئولینو د دريو ولسوالیو د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره غونډه وکړه

کندوز، د پوهنې مسئولینو د دريو ولسوالیو د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره غونډه وکړه

د کندوز ولایت د پوهنې سیمه ييزو مسوولینو د خان اباد، آقتاش او د مرکز اړوند د کنمو سېمه کې د ښوونيزو ادارو له مسوولینو سره لويه غونډ ترسره کړه.

یاده غونډه  چې د تعلیم او تربیې د ولايتي او ځایي مسئوولینو له لوري رابلل شوې وه، د سیمې د دیني مدارسو مهتممین، د ښوونځیو مديران او یو شمېر نور علمي څېرې ورته راغوښتل شوې وې، له هغوی سره د ښوونیز بهیر د چټکتیا او د تعلیمي ادارو د بیرته خلاصون لپاره د لازمو تدابیرو پر نیولو ورسره خبرې او مشورې وشوې.

ګډونوالو ته د دیني مدارسو نصاب، د مدارسو ۲۰ ماده يیزه کړنلاره، د مدارسو د طالب العلمانو د داخلې فارم، د ښوونځيو لپاره ۵۱ ماده يیز طرز العمل او له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې تقسیم الاوقات (درسي پروګرام) ورکړل شو او د تعمیل په اړوند یې ورته سپارښتنې وشوې، د لایحې ځيني مهمې مادې چې تر دوی پوري یې تړاو درلود، هم ورته بیان شولې.

همدا راز ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو خپل اړوند پرسونل دې ته متوجه کړي چې د ولس بچیان د خپل مقدس مسئولیت له مخې په سالمه روزنه سمبال کړي او په خپلو رسمي ورځو کې په غير معذور ډول ناسوب نه وي.

۶/۵/۲۰۲۰

Related posts