جولای 07, 2020

زابل : شهرصفاکې ددښمن دعملیاتي قوې ۳ شوبلې اویورینجر موټر ویجاړ ۲۵ ګوډاګیان قتل ګڼ مهمات نیول شوي

زابل : شهرصفاکې ددښمن دعملیاتي قوې  ۳ شوبلې اویورینجر موټر ویجاړ ۲۵ ګوډاګیان قتل ګڼ مهمات نیول شوي

د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د هزارتک په سیمه کې نن سهار ۹ بجې دمزدور دښمن پر هغه عسکرو چې سیمي ته دعملیاتو په موخه راوتلي ؤ داسلامي امارت مجاهدینو له لوري له سخت غبرګون سره مخ او شدیده جګړه ورسره ونښته
جګړه چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې ۲ شوبلې او یو رینجر موټر دراکټونو په مټ اویوه بله شوبله دخښ کړی شوي ماین په چاودنه کې په بشپړه توګه له منځه تللي ۲۵ تنه ګوډاګیان ځای پرځای وژل شوي
همداراز ددښمن ۲ کارمولي ټوپکونه ، ۹ میله کلاشینکوفونه ، ۳ نارنجک هاوانونه، یو راکټ ، یوثقیل دمجاهدینو لاس ته ورغلي او ددښمن عملیاتي قوه دتلفاتو په لیدلو سره په تېښته مجبوره کړی شوه
مجاهدینو ته لله الحمد هیڅ نوع زیان نه د ی اوښتی
2020/6/5

Related posts