جولای 12, 2020

فراه، په فراه رود ولسوالۍ کې د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

فراه، په فراه رود ولسوالۍ کې د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند د علاقني او مصطفی کاریز په منځ  کې د پوهنې د مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په هلوځلو د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه مدرسه د(فیض العلوم)  په نوم ونومول شوه.

همداراز د یاد ولایت د بکواه ولسوالۍ اړوند دیوالک سیمه کې د یو باب نهاریه مدرسې افتتاح وشوه.

دغه مدرسه د( اسلامیه محمدیه)په نامه ونومول شوه.

د یادونې وړ ده چي یاده مدرسه پر ۴ جریبه ځمکه جوړه شوه، ۱۰ خوني لري او باغ لري چې خادم مولوي صاحب د مدرسې لپاره وقف کړ.

یاد مراسم د معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاوو په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

۶-۵-۲۰۲۰

Related posts