جولای 12, 2020

د الهجرة سټوډيو له مسؤول ( مولوي ثابت احمد ) سره د الاماره ويبپاڼې مرکه

د الهجرة سټوډيو له مسؤول ( مولوي ثابت احمد ) سره د الاماره ويبپاڼې مرکه

پوښتنه : که لطفاً د الاماره ويب پاڼې کتونکو ته ځان معرفي کړئ .
ځواب : بسم الله الرحمن الرحيم ، نحمده ونصلی علی رسوله الکريم و بعد:
زما نوم مولوي ثابت احمد د افغانستان د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون، د سمعي او بصري څانګې مربوط د الهجرة سټوډيو د مسؤول په حيث کار کوم .
پوښتنه : په دې وروستيو کې تاسو د فاتح ځواک په نوم د يوې نوې سلسلې لومړۍ برخه خپره کړه چې په ټولنيزو شبکو کې يې تود هرکلی ترسره شو، په دې سلسله کې چې د استشهاديانو کوم پوځي رسم ګذشت وړاندې شوی دی ، د دغه رسم ګذشت د تصوير اخيستلو په وخت کې تاسو موجود واست ؟
ځواب : بلې، زه خپله د الهجرة سټوډيو د عکاسۍ له ټيم سره موجود وم .
پوښتنه : کله چې تاسو د استشهاديانو دغه بيلابيل ټولي او د دې ټوليو رسم ګذشت په خپلو سترګو ليده، څه ډول احساس مو کاوه ؟
ځواب : هلته هر چا چې دغه رسم ګذشت ليده، ډيره زياته خوښي او حيرانتيا يې احساسوله او د خوښۍ اوښکې يې له سترګو څڅيدلې، هغه وخت يو چاته ورياديده چې د اسلامي امارت مجاهدين په ډير سخت حالت کې وو او د ځمکې پر سر يې ځاي نه درلود، موږ دا فکر نه کاوه چې د اسلامي امارت مجاهدين به په دومره لويه کچه داسې خاص قطعات لري او داسې پوځي نمايشات به وړاندې کوي، بيخي ټول حيران وو، ټول منظر داسې ؤ لکه يو خوب چې وينو .
پوښتنه : تاسو د فاتح ځواک لومړۍ برخه نشر ته سپارلې ده او دا مو ويلي دي چې فاتح ځواک لومړۍ شميره اصدار دوه نورې برخې هم لري، نو که لطفاً راته ووایاست چې دغه دوه نورې برخې په څه باندې راڅرخي او څه وخت به نشر ته وسپارل شي ؟
ځواب : موږ اول داسې پلان درلود چې درې واړه برخې په يو وار نشر کړو، خو څرنګه چې اصدار ډير اوږديده او په اوس وخت کې مينوال لنډ شيان خوښوي نو له همدې امله مو فاتح ځواک لومړی اصدار په دريو برخو تقسيم کړ، په لومړۍ برخه کې يې پوځي رسم ګذشت نشر شو، دوهمه او دريمه برخه يې له اولې برخې څخه ډيرې جالبې دي ، په دوهمه برخه کې يې بدني ورزش او د قتال قريب ډیر په زړه پورې نمايشات دي او ډير په زړه پورې عسکري حرکتونه او مهارتونه پکې ځای شوي دي او په دريمه برخه کې يې ټول کمانډويي عمليات دي ، د ورځې لخوا عمليات، د شپې لخوا عمليات، په هواره ځمکه کې عمليات، په غرونو او ځنګلونو کې عمليات ، هجومي او دفاعي عمليات، ښاري جنګ او د ودانيو تصفيه د ځمکې لاندې هجوم او دفاع ، دا ټول په دريمه برخه کې دي او ټول کمانډويي جنګي عمليات دي ، ډير جالب او په نوي شکل دي ، ان شاء الله تر کار لاندې دي او ان شاء الله په نيږدې راتلونکي کې به په مناسب فرصت کې نشر شي ، يو ځل بيا يادونه کوم چې ډير جالب او کمساري دي .
پوښتنه : هغه کوم نوي نوښتونه او ابتکارات وو چې له امله يې د فاتح ځواک ( ۱ ) لومړۍ برخه ډيره وځليده او په ټولنيزو شبکو کې يې پراخ استقبال ترسره شو ؟
ځواب : زما په خپل فکر تر ټولو لوی سبب يې د معسکر د استادانو او شاګردانو اخلاص ؤ، هغوی ډير سخت تمرينات ترسره کړي وو، ډير ستړي شوي وو او په ډیر اخلاص يې هر څه ترسره کول ، يواځې او يواځې د دوی اخلاص ؤ چې الله تعالی ته قبول شوی او الله تعالی دا اصدار دومره پرې وځلاوه، څرنګه چې دا اصدار عاجل ترتيب شو په ايډيټ کې يې موږ ته د نوو ابتکاراتو موکه په لاس رانغله ، بيا مو هم تر يوه حده خپل کوشش وکړ ، اصلاً د استشهاديانو اخلاص او د اسلامي امارت د مشرانو ارزښتناک او له اخلاص څخه ډک پيغامونه او له خپل ځواک او قوت سره د مسلمانو افغانانو ډيره زياته علاقه، مينه او محبت د دې سبب شول چې دا اصدار په پراخه توګه استقبال شي او تود هرکلی يې ترسره شي .
پوښتنه : که لږ د خپلو نورو سلسلو او اصداراتو په اړه هم معلومات راکړئ ، چې تاسو کومې سلسلې لرئ او کوم اصدارات يې نشر ته چمتو دي ؟ مهرباني به مو وي .
ځواب : الحمدلله الهجرة سټوډيو د بيلا بيلو موضوعاتو په اړه سلسلې لري چې عموماً دا سلسلې په لاندې ترتيب سره دي :
1. فاتح کاروان : د دې سلسلې ۱۲ اصدارات نشر ته سپارل شوي دي او د ۱۳ نمبر اصدار کار يې هم په خلاصيدو دی او ډير ژر به چمتو شي ان شاء الله ، په دې سلسله کې زياتره استشهادي عمليات راوړل کيږي .
2. عبرت : د عبرت په نوم سلسلې څلورم نمبر اصدار تکميل شوی دی او د نشر لپاره د فرهنګي کميسيون اړونده څانګې ته سپارل شوی دی، په دې سلسله کې انفرادي فدايي عمليات او پر دښمن باندې مخامخ تعرضونه او انفجارات راوړل کيږي .
3. دعوت : د دې سلسلې په پنځم نمبر اصدار کار روان دی او زياتره له سياسي، فکري او شرعي اړخه مهم موضوعات پکې څيړل کيږي .
4. د استشهاد له سنګره : د دې سلسلې اصدارت زياتره وخت د وخت په کومه مهمه پيښه راټول وي .
5. حقيقت : دا سلسله تاريخي موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده ، په پښتو او فارسي دواړو ژبو نشريږي او اوس يې په دوهم نمبر باندې کار روان دی .
6. سپين ستوري : د دې سلسلې لومړی نمبر اصدار نشر شوی دی په دوهم نمبر اصدار يې کار روان دی او دا سلسله هغه استشهاديانو او اتلانو ته ځانګړې شوې ده چې اتلولۍ يې ترسره کړې يا په شهادت رسيدلي دي خو ويډيوګانې يې نشر ته نه دي سپارل شوې .
7. رجال صدقوا : دا سلسله د وتلو جهادي شخصيتونو ياد ته چې د ابد پر لور کوچيدلي دي ځانګړې شوې ده .

الاماره ويبپاڼه : دا چې موږ ته مو وخت راکړ، زموږ سره مو مرکه وکړه او زموږ پوښتنو ته مو ځواب ووايه، ډيره ډيره مننه .
ځواب : له تاسو څخه هم ډيره ډيره مننه .

Related posts