جولای 07, 2020

د افغان سولې د تخریب یوه بله نړیواله هڅه

د افغان سولې د تخریب یوه بله نړیواله هڅه

أبو عابد

د تېرې کب میاشتې په لسمه چې د قطر په دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا د متحده آیالاتو تر منځ کوم تړون لاسلیک شو، نو لکه څرنګه چې دا تړون په هیواد دننه ټولو افغانانو ته د خوښۍ زیری و، دغه راز یې په منطقوي او نړیواله کچه هم سوله غوښتونکو جهاتو هرکلی وکړ، اما دا هم یو حقیقت دی چې دې سیاسي پرمختګ د افغانستان ډیر دښمنان وبوږنول،او هغوی چې د افغانستان دجګړې په لمبو لاسونه تودوي د سولیزې پروسې عملي پيل یې خوبونه وتښتول، نو ځکه له هماغې لومړۍ ورځې په دې تلاش کې شول چې څرنګه دا توافق تخریب او بې اعتباره کړي او د اشغال د خاتمې او سولې پروسه ټکنۍ کړي.

زموږ د هیواد او ولس یو شمیر نړیوالو دښمنانو د نورو مذبوحانه ترپکو نه وروسته دا ځل هڅه کړې چې د ملل متحد او امنیت شوری د نړیوال اعتبار څخه په استفاده د دوحې توافق لیک خدشه دار او د سولې په لار کې ډبرې وغورځوي. تاسو به خبر شوي یاست چې د ملل متحد له نوم څخه په استفاده یو شمیر مغرضو حلقاتو یو راپور خپور کړی او په هغه کې یې د اسلامي امارت په ادرس بیلابیل تورونه او بې اساسه اتهامات بیان کړي دي.

په دې بې بنسټه راپور کې راغلي چې اسلامي امارت د دوحې توافق ته تعهد نه لري، دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د شتون په اړه کاذب او مبالغه آمیز ارقام خپاره شوي دي. خو د دې ادعاوو او ارقامو د ثبوت لپاره هیڅ سند او لاسوند نه دی بیان شوی چې دغه ادعاوې په کوم اساس د منلو وړ دي؟

موږ پوهیږو چې ملل متحد یو داسې اداره ده چې د خپلو غړو هیوادونو او ډونرانو په مرستو او همکارۍ ساه اخلي. همدا تړاو دا اداره مجبوروي چې ځینې مواقف یې د خاصو هیوادونو لاس ته ولویږي او هغوی د ملل متحد له نوم او سټیج نه غلطه استفاده وکړي.

دا چې د دوحې د تړون ښکیل اړخونه د توافق لیک له عملي کیدو مطمئن دي، دغه راز د بین الافغاني مذاکراتو د پيل پر لور هم بریالي ګامونه پورته کیږي، په داسې حالت کې د افغانستان یو شمیر نړیوالو دښمنانو هڅه کړې چې د ملل متحد په امنیت شوری کې له عضویت څخه غلطه استفاده وکړي او د افغان سوله ییزې پروسې د ټکني کولو په مقصد بې اساسه راپور نشر کړي.

ټول هیوادوال او نړیوال باید دې باریکۍ ته متوجه واوسي او په دې باور ولري چې دغه بې بنسټه راپور د یو شمیر هغو خاصو افغان دښمنه جهاتو په دیکته تیار شوی او نشر شوی دی، چې نه غواړي زموږ په هیواد کې د جګړې اور مړ شي. دغه مغرض هیوادونه غواړي چې امریکا په افغانستان کې ښکیله پاته شي، د افغانستان جګړه او اشغال دوام پیدا کړي تر څو دوی په دې خړو اوبو کې د خپلو ناروا منافعو کبان ونیسي.

باید ووایو چې د دوحې د توافق د ناکامولو لپاره له دې علاوه نورې هڅې هم شوي دي او شاید په راتلونکې کې هم مغرض لاسونه داسې هڅې وکړي. خو د ټولو هغو کسانو چې د افغان مؤمن ولس ګټو ته تعهد لري دا مسؤلیت دی چې دغسې شومې هڅې ناکامه کړي تر څو د آزادۍ او سولې پر خوا پیل شوی سفر په بریا سره خپل منزل ته ورسیږي.

Related posts