جولای 07, 2020

د ملګرو ملتو د بې سنده راپور مقصد…!!

د ملګرو ملتو د بې سنده راپور مقصد…!!

د ورځي خبره:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا رسنیو ته یو راپور استولی، چې پکي ویل شوي، افغانستان کې اوس هم په زرګونو بهرنی مبارزین شتون لري، او اسلامي امارت ورسره په رابطه کې دی.

په راپور کې زیاته شوې چې له ۲۰۱۹ کال راهیسي تراوسه د طالبانو او القاعدې اړیکې شته او القاعده د طالبانو په مرسته په افغانستان کې یو ځل بیا ځواکمنه شوې.

ویل کیږي چې دا راپور د امنیت شورا د (تحلیلي مرستې او د بندیزونو د څار ډلې) لخوا چمتو شوی او د تیری مئ میاشتې پر۲۷مه نیټه په داسي حال کې د امنیت شورا غونډي ته وړاندي شوی؛ چې د دوحې د تړون له مخي ټاکل شوې وه د همدې میاشتې پر۲۹مه نیټه باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر دې بحث وشي؛ چې د افغانستان اسلامي امارت مسئولین د ملګرو ملتونو له تورلیست څخه وایستل شي. ترڅو په افغان سوله کې موانع له منځه ولاړ شي. دا پریکړه ملګرو ملتونو هم د قطر د تړون پرمهال تائید کړې وه.
په رپوټ کې پورتنۍ خبري ته ورته نوري هم ډېري بې سنده او بې مدرکه خبري اوډل شوې چې د ملګرو ملتونو په شان نړیواله اداره څه چې حتی یو باشعوره شخص یې هم ښایی په ویلو د شرم احساس وکړي.

ځکه چې له ورایه سړی پوهیږي چې د دې بې سنده او بې دلیله تورونو کتارولو مقصد فقط او فقط دا دی چې د متحده ایالاتو او اسلامي امارت ترمنځ تړون ته زیان ورسیږي او له مسئولیت څخه ځان ګوښې ته شي.

متاسفانه چې د ملګرو ملتونو له نومه په استفاده د افغانستان په اړه په سلګونو ځله دا ډول بې بنسټه او یولوریزو څرګندونو سره د هغوی حیثیت ته دروند زیان رسیدلی، په داسې کولو سره څوک هیله مندي نشي لرلای چې دغي ادارې ته دې د یو منځګړي او بې پرې ارګان په سترګه وګوري.

د دوحې د تړون له مخي چې ترهرچا وړاندي یې ملګروملتونو امنیت شورا تائید وکړ؛ پکار دا وو چې له تړون نه لس ورځي وروسته د بندیانو تبادله تکمیل شوې وای، بین الأفغاني مجالس پیل شوي وای، د افغانستان د راتلونکي نظام، اوربند او نورو اړوندو مسائلو په اړه جدي بحثونه شوي وای؛ یوې مثبتي پایلې ته رسیدلي وای؛ متاسفانه چې په دې اړه نه امریکا هغسي چې لازمه وه؛ جدیت وښود، نه ملګرو ملتونو او نه، نورو ذیدخله اړخونو.

له همدې ځایه وه چې ترننه پوري د دوحې د تړون مواد د تعمیل پرځای په پرلپسي توګه له تعویق سره مخ کیږي.

خلاصه دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه بې سنده راپور هیڅ ډول حقیقت نلري، دا فقط د دې لپاره خپور شوی چې، له خپل کړي عهد او مسئولیته تیښته وشي. وبس

پای ……………!
د ورځي خبره
2020- 6- 2

Related posts