جولای 07, 2020

د ملګرو ملتونو تر عنوان لاندې راپور کې چې د اسلامي امارت په اړه څه راغلي حقیقت نه لري

د ملګرو ملتونو تر عنوان لاندې راپور کې چې د اسلامي امارت په اړه څه راغلي حقیقت نه لري

د ملګرو ملتونو په نامه یو راپور خپور شوی چې په کې د اسلامي امارت په اړه ناسمې، استخباراتي او له کینې ډکې څرګندونې شوې دي.
اسلامي امارت د دغه راپور جزئيات په کلکه ردوي، موږ د امریکا له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوې توافقنامې ته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا هم تائید شوې ده، کلکه ژمنتیا لرو او پخپل اړخ کې د یادې توافقنامې مندرجات عملي کوو.
د اسلامي امارت صف واحد او متحد صف دی، هيڅ ډول انشعاب یا ډله ټپله نه لري، ټول مجاهدین يې د خپلو مشرانو پریکړه په ټینګه رعایت کوي چې تیرو اوربندونو دا خبره عملا ثابته کړې ده.
د دوحې د توافقنامې له مخې اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا د امنیت پرخلاف
استعمال کړي، یا دلته د چا پر ضرر د روزنې کمپ جوړ کړي، یا زموږ له خاورې څخه په استفاده د چا په ضد اعانه را ټوله کړي.
په ټوله کې دغه راپور د دې لپاره جوړ شوی چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ ترسره شوې توافقنامه چې په افغانستان کې د جګړې د اختتام، تلپاتي سولې او امن لپاره مهمه وثیقه او وسیله ده، تخریب او ناکامه کړي، زموږ په هېواد کې د جګړو اور همداشان بل پاتې شي او دلته د دښمنو او استخباراتي کړیو نامشروع ګټې چې د جګړې له دوام سره تړلې دي تامین شي.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په سرمنشي، د امنیت شورا په غړو هېوادونو او ټولو جهتونو غږ کوي چې اجازه ورنه کړي، مغرض اشخاص او حلقات د دوی له نامه څخه په بده استفاده دا ډول غیر موثق او په غلطو معلوماتو بنا راپورونه خپاره کړي او د دوی حیثیت او بې پرېتوب ته زیان ورسوي.

د افغانستان اسلامي امارت
۱۰/۱۰/۱۴۴۱هـ ق
۱۳/۳/۲۰۲۰هـ ش ــ 2020/6/2/م

Related posts