جولای 07, 2020

د اسلامي امارت د عفوې او سولې غېږ !!!

د اسلامي امارت د عفوې او سولې غېږ !!!

د ورځي خبره:

په دې وروستیو کې د کابل ادارې سلګونه منسوبین د اسلامي امارت د مشرتابه د عفوې له فرمان څخه په استفادې د کابل ادارې له صف څخه رابېل او د اسلامي امارت د مجاهدینو لیکو ته راغلي دي. تېره اونۍ په فراه، لغمان، بلخ او بغلان کې تر ۱۵۰ زیات عسکر، پولیس، اربکیان او د کابل ادارې نور منسوبین له مجاهدینو سره یوځای شول.
اسلامي امارت د خپل معمول له مخې، د هغوی دا زړورتیا او نیک اقدام ستایلی، هرکلی یې کړی او عادي ژوند ته یې سوق کړي دي. دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې اوس د اشغالګرو په تبلیغاتو او ډالرو غولول شوي هېوادوال حقیقت درک کوي او د پردیو د اهدافو لپاره د خپل مسلمان ورور له وژلو او ځورولو لاس اخلي او په دې ډول خپله دنیا او آخرت له تباهۍ څخه ژغوري.
اسلامي امارت په مقابل صف کې ولاړو ټولو کسانو ته یو ځل بیا وايي چې نور له بېځایه او ناموجه مخالفته لاس واخلي، دا د دوی لپاره د خپل ولس غېږې ته د بیا راستنېدلو مهم فرصت دی، ځکه هغه خلک چې دوی د هغوی لپاره خپل مسلمان پلار او ورور وژل نور د پښو سپکولو په حال کې دي او په تدریجي ډول لاس ترې اخلي. ښه به وي چې د کابل ادارې په صف کې ولاړ خلک د هوس او نفس پرځای خپل عقل ته غوږ ونیسي او نور د خپل ځان، خدای، دین، هېواد او ولس لپاره، نه د نورو مېنې ویجاړې کړي او نه هم خپله دا دنیا او آخرت.
اسلامي امارت خپله غېږه د دوی پرمخ پرانیستې ده، هر وخت چې راځي له دوی به د اتلانو په شان استقبال کول کیږي، د تېرو ټولو تېروتنو عفوه به ورته کول کېږي، هیڅ غچ به نه ترې اخیستل کیږي او د اطمينان او امن په فضا کې به د نورو خوشحاله او عامو هېوادوالو په څېر عادي ژوند کوي. د کابل ادارې په صف کې د خپل مسلمان ورور په وړاندې له جګړې په انکار سره د دې ادارې منسوبین د یوې مؤقتې او ناچیزې فایدې په بایللو دایمي عزت، اطمینان او د دارَینو له بربادۍ نجات ترلاسه کوي، ان شاءالله تعالی

Related posts