جولای 07, 2020

فاتح ځواک او په معاصره نړۍ کې د پایښت راز

فاتح ځواک او په معاصره نړۍ کې د پایښت راز

عبدالستار سعید

شېبه وړاندې مې د اسلامي امارت د الفاتح معسکر څخه د فارغ شویو فدایانو او مجاهدینو د رسم ګذشت د مراسمو هغه ویډیویي اصدار ولید چې د ( فاتح ځواک) تر عنوان لاندې تازه خپور شوی او په ټولنیزو رسنیو کې د پراخ استقبال سره مخامخ شوی دی.

د فاتح ځواک رسم ګذشت که څه هم د اسلامي امارت د نظامي تدریباتو یوه وړه نمونه ده، اما په لیدلو سره یې سړی پوهیږي چې مجاهدینو د نظامي اعداد او ځان جوړولو په ډګر کې څومره پرمختګ کړی او څرنګه توانیدلي چې په دې برخه کې په ټولو خنډونو بری ومومي او په پوځي برخه کې د عصر له غوښتنو سره همګام سفر وکړي.

د فاتح ځواک رسم ګذشت د یوه بشپړ منظم، پرمختللي او مجهز کمانډویي ځواک تصویر وړاندې کوي. د بدني قوت، تحرک او سرعت له نګاه، د نظامي تاکتیکونو او مانور له نګاه، د پوځي نظم، ډسپلین، لباس او ظاهري وضعیت له نګاه او بالاخره د فکري روزنې، شخصیت او کرکټر له نظره یو داسې په تول پوره مؤمن او مجاهد نظامي قوت ښکاري چې د نن ورځې محکوم مسلمانان ورپورې د نجات او سرلوړۍ هیلې تړلی شي.

دا چې د اسلامي امارت په معسکراتو کې اوس د عام تدریب او اعداد پر ځای د خاصو عملیاتو لپاره ځانګړي ځواکونه روزل کیږي او په دې برخه کې د لا نور پرمختګ پلانونه هم شته، دا ځکه مهمه خبره ده چې په دې نړۍ کې د پایښت راز تر ځواک او قوت پورې تړلی دی.

که له شرعي اړخه دا مسئله وڅیړو نو وینو چې  الله تعالی د ( واعدوا) په امر سره مسلمانان د ځان په تیارولو مأمور کړي، دغه راز  رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ( الا ان القوة الرمی) په درې ځله تکرار په همدې فریضه تاکید کړی دی.

له پورته نصوصو علاوه که د عقل له زاویې ورته نظر وکړو نو د فطرت قوانین هم موږ ته راښيي چې قوت د بریا او پایښت راز دی او ضعف د مرګ یا محکومیت عمده لامل دی.

سترګور شاعر اقبال دا قضیه ډیره ښه را خلاصه کړې ده.

افسوس صد افسوس کہ شاہیں نہ بنا تو

دیکھے نہ تیری آنکھ نے فطرت کے اشارات

تقدیر کے قاضی کا یہ فتوی ہے ازل سے

ہے جرم ضعیفی کی سزا مرگ مفاجات

(وایي ډیر افسوس ستا پر حال چې له ځانه دې باز جوړ نه کړ ( ځان دې پر نورو مارغانو ځواکمن نه کړ) او ستا سترګو د طبیعت اشارې ونه لیدلې( ځکه که یوازې د مارغانو حالت وځیرو نو وینو چې کمزوری یې د ځواکمن په پنجو کې محو کیږي) د تقدیر د قاضي له ازله دا فتوی ده چې کمزوري هغه جرم دی چې سزا یې ناڅاپي مرګ دی)

واقعا همداسې ده، نقل او عقل دواړه همدا خبره کوي چې په دې نړۍ کې د پایښت راز ځواکمني ده او د شکست او زوال عمده دلیل کمزوري ده. نو ځکه خو وایي:

که ژوندون غواړې په لستوڼي کې خنجر وساته

دنیا وجود د هیڅ کمزوري او مجبور نه مني

نن سبا مسلمانان په نړۍ کې دوهم ستر ملت بلل کیږي. خو له دې سره سره د محکومیت ژوند تیروي. علت یې دا دی چې په وروستیو پیړیو کې د مسلمانانو سیاسي زعامت د قوت جوړولو او ځان تیارولو فریضه هیره کړه. دوی د اعداد او استعداد په مسابقه کې له دښمنانو وروسته پاتې شول، نو ځکه یې د محکومیت تور دوران پیل شو.

په اسلامي هیوادونو کې د اسلامپالو خوځښتونو د محکومیت دلیل هم دا دی چې دوی پوځي ځواک او امکانات په لاس کې نه لري. د بیلګې په توګه په مصر کې مطلق اکثریت ولس د اسلام غوښتونکی دی چې د دې خبرې دلیل څو کاله وړاندې په ټولټاکنو کې د اسلامپالو بری دی. مګر دا چې نظامي ځواک نه لري څو سیکولر جنرالان کولای شي په یوه ورځ کې یې واکمنۍ ته د پای ټکی کیږدي او د حاکمیت له منصب څخه یې د زندان تیارو ته ولیږي.

دې حقائقو ته په پام سره ویلای شو چې د فاتح ځواک په شان مؤمن، مجاهد او متعهد ځواکونه زموږ د مؤمن ملت لپاره د آب حیات حیثیت لري. همدغه ځواکونه دي چې د اسلام پر دښمنانو یې زموږ شتون منلی دی. دوی د مؤمن ولس توره او ډال دي، چې په یو لاس د دښمن سر وهي او په بل لاس یې ګوزار دفع کوي.

د فاتح ځواک د رسم ګذشت په اړه د اسلامي امارت د درې واړو مرستیالانو ځانګړي پیغامونه، دغه راز د اسلامي امارت د ویاند او سیاسي دفتر د مرستیال تأثرات دا څرګندوي چې اسلامي امارت د ځواک روزلو او نظامي کدرونو د تیارولو مسئلې ته په ډیر اهتمام ګوري.

دا چې په اسلامي هیواد راغلی کفري یرغل مات شوی او بهرني ځواکونه له هیواده په وتلو دي، راتلونکو تحولاتو ته د تیارۍ یوه عمده برخه د راتلونکې اسلامي اردو روزل دي. داسې اردو چې د علم، عمل او شخصیت په لحاظ په مؤمنو، صادقو، مخلصو، روزل شویو او باعزمه رجالو مشتمله وي تر څو د اسلام او مسلمانانو تیر شوی مجد او پرتم راژوندی او پر نړیوالو ومني. د فاتح ځواک د فراغت مراسم دا زیری راکوي چې د راتلونکي اسلامي اردو روزنه عملا پیل شوې او د مؤمن ولس د پیړیو خوب او ارمان بالاخره رښتیا کیږي.

و ما ذالک علی الله بعزیز

Related posts