جولای 15, 2020

په بدخشان کې د کابل ادارې د محلي اردو قومندان محمدامین چې د داعش لپاره يې هم فعالیت کاوه قتل شو

په بدخشان کې د کابل ادارې د محلي اردو قومندان محمدامین چې د داعش لپاره يې هم فعالیت کاوه قتل شو

تیره شپه د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ باشند سیمه کې د کابل ادارې د په اصطلاح محلي اردو د ۱۰۸ نفري کنډک قومندان محمدامین چې په عین حال کې د کابل ادارې لخوا په سیمه کې د داعشي فعالیت لپاره هم په کار ګمارل شوی و، د اسلامي امارت د مجاهدینو په یوه برید کې ووژل شو.
دغه قومندان له خپلو افرادو سره غوښتل چې په سیمه کې مجاهدینوته ماین ځای پرځای کړي چې د مجاهدینو په کمین کې ګیر شو او له منځه لاړ.
له یاد قومندان سره د داعش اړوند بیرغونه او تبلیغاتې پاڼې هم ونیول شوې چې ترې جوتیږي د کابل ادارې لخوا په بدخشان کې د داعشي فتنې د بروز لپاره هڅه روانه ده.
له دغه قومندان سره د هغه یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۹/۱۰/۱۴۴۱هـ ق
۱۲/۳/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/6/1م

Related posts