جولای 15, 2020

کندهار: ژړۍ کې یوتن عسکر له وسلو سره مجاهدینو ته تسلیم شو

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ دمرکز شاته دکمربند دپوستې ( ښامار پوستې) څخه تېره ورځ مازدیګر ۴ بجې یوتن عسکر دحقائقو په درک کولوسره داسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شو
خبرزیاتوي : یاد عسکر ( روزي خان دملاباریداد زوی دروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ دبیدک کلي اوسیدونکی) له ځان سره یو موټرسایکل ، یو پیکاماشیندار، یو کلاشینکوف هم ترمجاهدینو رارسولي اوکلکه ژمنه یې کړي چې نور به هیڅکله دګوډاګۍ ادارې لیکو ته ورنه شي بلکه ترخپل وس پوري به د اسلامي امارت مجاهدینو وهمکارۍ ته دوام ورکوي
2020/6/1

Related posts