جولای 12, 2020

میدان وردګ: نرخ کې د دښمن هاوان ۳ ماشومان په شهادت ورسول

میدان وردګ: نرخ کې د دښمن هاوان ۳ ماشومان په شهادت ورسول

د میدان وردګ ولایت، نرخ ولسوالۍ کې دښمن د چغري په کلي هاوانونه ویشتلي، چې یو یې د اغامحمد په نوم د یو کلیوال په کور لګيدلی او له کبله یې ۱ ماشومه لمسۍ او ۲ لمسیان په شهادت رسیدلي دي.

وروسته د کلي خلکو د شهيدو ماشومانو جسدونه د اعتراض په توګه د میدان ښار بازار ته راوړل او د پراخ لاریون په ترڅ کې یې د کابل – کندهار لویي لارې په تړلو سره له مزدوري ادارې د یاد جنایت عاملینو ته د سزا ورکولو او په راتلونکي کې د دغه ډول خونړیو جنایاتو د نه ترسره کولو غوښتنه وکړه.

2020/5/31

Related posts