جولای 07, 2020

په شام کې د اسلام د عادل خلیفه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د مقبرې او جسد د بې حرمتۍ په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په شام کې د اسلام د عادل خلیفه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د مقبرې او جسد د بې حرمتۍ په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په ډيره تأسف سره مو خبر تر لاسه کړ چې د سوریې هیواد په ادلب ښار کې د اسلام د عادل خلیفه او دوهم قرن د مجدد عمر بن عبدالعزیز (رحمه الله) او د هغې د میرمنې مقبره سپړل شوې، اور ورته اچول شوی او د جسدونو يې بې حرمتي شوې.
اسلامي امارت دا کرغیړن عمل په سختو ټکو غندي او د اسلام ضد ناوړه جنایت یې بولي. دا ډول ناوړه کړنې د هغو شریرو عناصرو کار دی چې په اسلامي نړۍ کې د مذاهبو ترمنځ کرکې او نفرت ته لمن وي او د مقدساتو توهین کوي.
موږ په سیمه کې له مسئولو جهتونو څخه غواړو چې د دغه ناوړه عمل ترسره کونکي مجازات کړي او د بیا لپاره د دا ډول بې حرمتیو په کلکه مخنیوی وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت
۸/۱۰/۱۴۴۱هـ ق
۱۱/۳/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/31م

Related posts