جولای 07, 2020

د تسلیت او ډاډګېرنې پيغام! 

د تسلیت او ډاډګېرنې پيغام! 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په دې ورستیو کې د نورستان ولایت علمي او جهادي شخصیت، شيخ فقير الله صاحب د اجل داعي ته لبيك ویلی او وفات شوی.
إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون
شيخ فقير الله رحمه اللہ پاک نفسه، متدین، تکړہ، باھمته، زړور علمي جهادي او مقبول شخصيت و د روسي یرغل او امریکایي اشغال په وړاندې یې خپل جهادي اودیني رسالت ادا او د اسلامي امارت د برحقي مبارزې مؤيد او حامي پاتي شوی.
د افغانستان اسلامي امارت د دعوت ارشاد کمیسون د مرحوم شيخ صاحب وفات لویه تشه او ضائعه بولي او کورنۍ، دوستانو، شاګردانو او مجاھدینو ته د تسليت مراتب وړاندې کوي.
د متعال رب جل جلاله له دربار څخه شيخ فقير الله رحمه الله ته د مغفرت، بښنې او د فردوس جنت ارزو کوي.

امین

والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
د دعوت ارشاد، جلب جذب کمیسون

2020/5/27
4/شوال/1441ھ ق

Related posts