جولای 07, 2020

د اروپایي شورا د اعلامیې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د اروپایي شورا د اعلامیې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

دا چې اروپايي شورا په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کړی، موږ یې هرکلی کوو. خو پدې اعلامیه کې ځینې داسې ټکي دي چې د افغانانو د خپلواکۍ له حق سره په ټکر کې دي. باید ووایو چې له بهر نه تپل شوی نظامونه تل زموږ په هیواد کې د بربادۍ او جګړو سبب ګرځیدلي او افغانانو ته د منلو وړ نه دي. موږ په کراتو پخپلو بیانیو کې ژمنتیا ښودلې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، نور هم باید د عدم مداخلې نړیوال اصل په اساس زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅې ونه کړي او نه دې له همدې امله د افغانستان مسئله نوره پیچلې کوي.
د امریکا سره د شوې توافقنامې په اساس د امریکا متحدین هم ژمن دي چې د افغانستان په داخلي چارو کې به مداخله نه کوي. د راتلونکي نظام په هکله به پخپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې تصمیم نیسي او دا د افغانانو مشروع حق دی. هیله ده چې ټول خپلو ژمنو ته متعهد پاته شي، د عدم مداخلې بین المللي اصل مراعات کړي او د سولې پروسه زیانمنه نکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۴۱/۱۰/۷هـ ق
۱۳۹۹/۳/۱۰هـ ش ــ 2020/5/30م

Related posts