سپتمبر 20, 2019

د لغمان په مختلفو ولسوالیو کې د هیواد د ازادۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو په ویاړ شاندارې غونډې وشوې (انځوریز)

د لغمان په مختلفو ولسوالیو کې د هیواد د ازادۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو په ویاړ شاندارې غونډې وشوې (انځوریز)

د لغمان ولایت په علیشنګ، بادپښ او دولت شاه ولسوالیو کې له انګریزي ښکیلاکه د ازادۍ اخیستلو سلمه کلیزه په ډیر جوش سره ولمانځل شوه.

دغه غونډې چې د ازادۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو په ویاړ جوړې شوې وې د ځانګړي ترتیب له مخې سهار مهال د قران کریم په تلاوتونو سره پیل شوې، په دې غونډو کې د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسئولینو، د سېمې علماء کرامو، د مدارسو او ښوونځیو زده کونکو او استاذانو او عامو مسلمانانو پراخه برخه پکې اخیستې وه.

د اسلامي امارت د معارف او نورو کمیسیونونو مسئولینو او علماء کرامو  د ازادۍ او خپلواکۍ ګټلو په مناسبت خپلې ارزښتناکې ویناوې حاضرینو ته واورولې، شاعرانو د ازادۍ په مناسبت خپلې جوړې کړې حماسوي ترانې زمزمه کړې، علماء کرامو د ازادۍ اهمیت بیان کړ، د انګریزانو ظلمونه او وحشتونه چې په افغانانو یې کړي وو په ډاګه  کړل او د انګریزانو خلاف د افغانانو د سرښندنو او میړانو ستاینې وشوې.

دغه راز ویناوالو په ولسونو غږ وکړ چې د خپلو نیکونو او سلفو په څېر یو ځل بیا د علماوو په قیادت کې  د اوسني امریکايې ښکیلاکګرو په وړاندې د جهاد د مقدسې فریضې په تعمیل پورته شي او د ښمن مات او ټوټه – ټوټه کړئ ترڅو  یوه داسې راتلونکې ولرو چې دښمن مو مات کړی وي او هېواد کې مو اسلامي نظام وي او د اوسنۍ غلامې او فاسدې ادارې له شر او فساد څخه مو خپل ولس ژغورلی وي.

د یادونې وړ ده چې له غونډو څخه وروسته خلک د مظاهرې په ډول بازارونو، لارو او کوڅو ته د الله اکبر او د تکبیرونو په نارو راووتل او مړه دي وي امریکا او د هغوی غلامان او مزدوران شعارونه يې ورکول.

۲۰۱۹/۸/۲۱

 

Related posts