جولای 15, 2020

پکتیکا، د پوهنې مسئولینو د شپږو ولسوالیو د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره غونډې وکړې

پکتیکا، د پوهنې مسئولینو د شپږو ولسوالیو د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره غونډې وکړې

د پکتیکا ولایت د پوهنې سیمه ييزو مسوولینو د چاربران، اومنه، ګومل، سروبي، سروضه اونکه ولسوالیو د ښوونيزو ادارو له مسوولینو سره د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې جلا – جلا غونډې او مجالس ترسره کړل.

یادې غونډې  چې د تعلیم او تربیې د ځایي مسئولینو له لوري رابلل شوې وې، د سیمې د دیني مدارسو مهتممین، د ښوونځیو مديران او یو شمېر نور علمي څېرې ورته راغوښتل شوې وې، له هغوی سره د ښوونیز بهیر د چټکتیا او د تعلیمي ادارو د بیرته خلاصون لپاره د لازمو تدابیرو پر نیولو ورسره خبرې او مشورې وشوې.

ګډونوالو ته د مدارسو وروستی تجدید شوی نصاب، د مدارسو ۲۰ ماده يیزه کړنلاره، د ښوونځيو لپاره ۵۱ ماده يیز طرز العمل او له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې تقسیم الاوقات (درسي پروګرام) ورکړل شو او د تعمیل په اړوند یې ورته سپارښتنې وشوې او د لایحې ځيني مهمې مادې چې تر دوی پوري یې تړاو درلود، هم ورته بیان شولې.

همدا راز ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو خپل اړوند پرسونل دې ته متوجه کړي چې د ولس بچیان د خپل مقدس مسئولیت له مخې په سالمه روزنه سمبال کړي او په خپلو رسمي ورځو کې هېڅ ډول ناسوب نه وي.

۵-۲۸-۲۰۲۰

Related posts