جولای 12, 2020

فاریاب: په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې او یوه دارالحفاظ د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

فاریاب: په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې او یوه دارالحفاظ د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د پوهنې د مسئولینو، علماءکرامو او قومي مخورو په زیار او هڅو د یوه باب دیني مدرسې او یوه باب دارالحفاظ د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د مدرسې تاسيس د یادې ولسوالۍ په رهي خواجه مراد سیمه کې پيل شو او د (دار العلوم اصحاب صفه) په نوم ونومول شوه.

همداراز د یادې ولسوالۍ د رهي خواجه مراد په سیمه کې د (دارالحفاظ اصحاب صفه) په نوم د دارالحفاظ د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

له معمول سره سم د تأسیس مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

۵-۲۸-۲۰۲۰

Related posts