جولای 12, 2020

کندهار: خاکریز کې ۲تنه عسکر مجاهدینو ته تسلیم شول

دکندهار ولایت دخاکریز ولسوالۍ دقومندانۍ او دچنار دپوستې څخه پرون ماسپښین ۳ بجې داجیري ادارې دوه ۲ تنه عسکر پرخپل تېر شوم عمل پښیمان او دحقائقو په درک کولوسره داسلامي دمجاهدینو سره يوځای شول.
خبرزیاتوي : ځوان د نصیب الله زوی له قومندانۍ څخه او فدا محمد د سیدګل زوی دچنار له پستې څخه راووتل او داسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شول
نوموړي دکندهار دپنجوایي ولسوالۍ د رود کلي اوسیدونکي دي او فدامحمد له ځان سره یو کلاشینکوف هم مجاهدینو ته رارسولی
نوموړو کلکه ژمنه کړي چې نور به هیڅکله دګوډاګۍ ادارې لیکو ته ور ونه ګرزي بلکه ترخپل وس پوري به داسلامي امارت مجاهدینو وهمکاري ته دوام ور کوي
2020/5/26

Related posts