جولای 15, 2020

د امیرالمؤمنین د اختر مبارکۍ په اړه!

د امیرالمؤمنین د اختر مبارکۍ په اړه!

عنایت الله خاموش
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب هبة الله اخندزاده صاحب له لوري د تېر په څېر ټول مسلمه امت ته د یوه پیغام له لاري اختر مبارکي ورکړل سوي وه. خو د نورو اختر مبارکیو سره په توپیر، دا ځل په اختریز پیغام کي ځیني نوي خبري شوي او ټولو اړخونو ته د اسلامي امارت اهداف او پالیسي په ډاګه شوي ول او له ټولو اړخونو څخه یې غوښتنه کړي وه چي د تحقق په موخه یې خپل تکالیف ونه سپموي.
شیخ صاحب حفظه الله په خپل پیغام کي څو مهمو ټکو ته اشاره کړي وه او خپل موقف یې څرګند کړی و، چي مخالفینو ته د اسلامي امارت له لوري خپل نه اوښتونکی دریځ روښانه شوی او په دې پیغام کي شته ټکي د افغان ستونزي له حل سره پوره مرسته کولای شي او باید ټول اړخونه ورته پاملرنه وکړي.
نوموړي د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو او افغان ملت ته د مبارکۍ ترڅنګ ځیني توصیې کړي او غوښتنه یې ترې کړي چي د هیواد د خپلواکۍ، اسلامي نظام د ټینګښت، یووالي، پرمختګ او… په موخه له یو- بل سره لا ډېره همکاري وکړي او د یو- بل درناوی وکړي. همدارنګه په پوهانو او با رسوخه اشخاصو یې غږ کړی چي له خپل نفوذ نه په استفادې دي د پرمختګ، یووالي، اسلامي نظام، خپلواکۍ، سولي، ویښتابه او… لپاره د خلکو په اذهانو کار وکړي او هغوی دي په سمه لار رهبري کړي.
د دې ترڅنګ یې مخالفینو ته هم ښکاره پیغام پرې ایښی او غوښتنه یې ترې کړي ترڅو له مخالفته لاس واخلي او د پردیو د لمسون له کبله د خپل ملت سره پر کړیو ظلمونو دي غور وکړي او یو ځل دي خپل ګریوان ته سر ښکته کړي. همدارنګه ورته ویلي یې دي چي اسلامي امارت انحصار طلبه پالیسي نه لري او د بهرني اشغال له خاتمې وروسته به ټولو ته خپل حقوق ورکړل شي او د اسلامي امارت په هنداره کي به ځان وویني. همدا راز یې په هغه کسانو هم غږ کړی چي د خپلو شخصي ګټو د حصول په موخه قومي، ژبني، مذهبي او… تعصباتو ته لمن وهي او له دې لاري غواړي د افغانانو په سرنوشت لوبي وکړي، ترڅو له ورته کړنو لاس واخلي او په افغان ولس رحم وکړي، کنه یو ځل بیا به لکه د تېر په څېر د افغان ولس او اسلامي امارت له توند غبرګون سره مخ شي.
شیخ صاحب له نړیوالو او ګاونډیو سره د اړیکو په باب هم خبره کړي او یادونه یې کړي چي د پخوا په پرتله یې اوسمهال له ټولو اړخونو سره اړیکي ښې شوي او دا اړیکي به لا پیاوړی کوي. همدارنګه غوښتنه یې ترې کړي چي د افغانستان په اقتصادي وده، سوله، اسلامي نظام راوستلو او افغانانو د هوسایني په موخه دي د افغانستان د پرمختګ لپاره حقیقي مرستي وکړي او افغان خاوره دي د یوه- بل په خلاف نه کاروي او په بې پرې توګه دي له افغانستان سره مرستي وکړي، نه د سیاسي لاسوهنو په موخه او هغه چاته چي د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ شوي توافق ته زیان اړوي، باید مخنیوی یې وکړي او امریکا باید هغه چاته اجازه ورنه کړي چي د دوی ترمنځ شوی توافق ته زیان پېښوي او له ماتي سره یې مخ کوي.
پایله
د اسلامي امارت د مشرتابه دا ځل اختریز پیغام خوار پراخ و او د افغان ملت، مجاهدینو او مسلمه امت په ګډون یې داخلي مخالفینو، نړیوالو او امریکا ته هم څرګند پیغام پرې ایښی او د خپلو موخو او پالیسیو په اړه یې ورته یادونه کړي او ترې غوښتي يي دي چي د افغان معضعلې د حل او بهرني اشغال د خاتمې په برخه کي دي مرسته وکړي او پرته له سیاسي و استخباراتي موخو دي، د افغانستان سره مرسته وکړي. همدارنګه د هیواد له با رسوخه اشخاصو او پوهانو څخه یې غوښتنه کړي چي د منفي ګرایي او نفاق اچوني پرځای دي اذهان مثبت لوري ته رهبري کړي او عوام دي له حقایقو آګاه کړي.
په پای کي له ټولو مخالفینو او پلویانو څخه هیله کوم، چي د اسلامي امارت د زعیم شیخ صاحب هبة الله دغه اختریز پیغام دي په ښه غور سره ولولي او پکي نغښتو مهمو ټکو ته دې، کتنه وکړي او عملي دي يي کړي!
درنښت

Related posts