جولای 15, 2020

جمهوريت په کلي والي ژبه

جمهوريت په کلي والي ژبه

لیکوال: عبدالرقیب رقیب

د عراق له جنګ نه راغلی د مايک پريسنر په نوم يو امريکايې عسکر د سپينۍ ماڼۍ مخي ته يوې مظاهرې ته وينا کوله…
په وينا کې يې د امريکا له يرغلونو او وحشتونو سر ټکول…
هغه وويل چې اوسني حکومتونه د خلکو حکومتونه نه دي؛ دا د مالدارو او شرکتونو حکومتونه دي، په دې حکومتونو کې د خلکو غږ ته غوږ نه نيول کېږي، يواځينۍ ژبه چې دوی ورباندي پوهېږي هغه داده چې په خلاف يې راپورته شو, لاريونونه وکړو, کارونه وتړو, لارو کوڅو ته راووزو او هغو خلکو ته د امريکا د خلکو غږ او اراده ورسوو چې د امريکا حکومتونه ورباندي يرغلونه کوي… دا مظاهره يې پيل ده نور به مخکي ځو…

مطلب دا چې کومو هيوادونو د جمهوريت او ډيموکراسۍ خوند څکلی هغوی اوس ورنه استفراق کوي، خو نشي کولای چې ځانونه ورنه خلاص کړي، اوس پکې نښتي دي، د مالدارانو په منګولو کې د تيارې ګولې غوندي بې واکه او بې ځواکه پراته دي…

ياد امريکايې وګړی نظامي عسکر و, دا هرڅه يې درک کړي و, دومره ورنه نفرتي و چې د جمهوریت او مالدارۍ د واکمنۍيو خلاف يې په ښکاره د سپينې ماڼۍ مخي ته په مظاهره کې دا ډول څرګندونې کولې. خو بيا هم د همدغو حکومتونو په امر د عراق په جګړه کې برخه وال و;
ځکه چې بله چاره نه لري، ضرور به د سرمايه دارانو خدمت کوي…
نو ستاسو څه خيال دی په هغو خلکو چې ساده کلي وال وي? څه به يې غږ وي او څه به يې ارزښت وي!

مطلب داچي په جمهوریت کې حکومت د ولس نه دی، بلکي د پيسې دی، د خلکو په خوښه نه دی بلکي د مالدار په خوښه دی، خلک ازادي نه لري بلکي خلک په معاصره غلامۍ مبتلا دي…

زموږ په هيوادونو کې چې ځيني عام خلک دغه ډول نظامونو ته ليوالتيا ښيې سبب دا دی چې دوی د رسنيو په ښايښته شعارونو استحمار شوي دي، رسنۍ چې د مالدارانو دامونه دي، دوی لکه ماشومان اورته د ښايسته بڼې په سبب لاس اچوي …
دوی د ښکاري پټ دام ته لکه وږي مرغان په منډه ور روان دي…

دوی ته هغوی هم دعوت ورکوي چې په دې دام کې مخکي له مخکي بند دي او د خلاصون هيڅ درک نه لري، مثال يې داسي دی لکه ښکاري چې نيول شوی زرک نورو هغو ته په غونډۍ کېږدي چې ازاد وي, په قفس کې بند زرک نارې وهي او نور هم دې نندارې ته راځي… خو نيول کېږي.
په جمهوريت کې له دغو بندو شويو کسانو سره چې اوس نور هم ښکېلول غواړي د محمود غزنوي فيصله په کار ده، چې له يو ښکاري نه يې دغه ډول زرک په ډير ګران قيمت واخيست او بيا يې ورنه سر غوڅ کړ …

هوښيار له نورو پند اخلي خو ناپوهه يې په ځان ازمايې.

يادونه : ياد امريکايې عسکر له دې وينا وروسته له يوسل ديرش نورو هغو عسکرو سره خپل حکومت زنداني کړ چې د عراق له جګړې راغلي وو، هغه حکومت چې دوی يې په امر خپل اولادونه پريېښي و او له خپلو سرونو تير شوي وو، د دې يوې وينا حق يې ور نکړ…
ياده صحنه “ايمان چينل” پښتو ته ژباړلې ده او په يوټيوب يې ترلاسه کولای شئ.

عبدالرقيب رقيب

Related posts