جولای 15, 2020

تر مؤقت، تلپاتی اوربند ښه دی…!!

تر مؤقت، تلپاتی اوربند ښه دی…!!

د ورځي خبره :

د اختر د خوښیو په ورځو کې نا اعلان شوی مؤقت اوربند که څه هم له ډېره وخته راهیسي د اسلامي امارت یو معمول اوسیدلی، چې د اختر په شپو ورځو کې یې تل د تعرضي جګړو کچه صِفر ته را کښته کړې. خو دا ځل او تېر کوچنی اختر یې اعلان د دې لامل شو چې د خلکو پاملرنه جلب کړي، لکه نوې پریکړه چې شوي وي.
د اوربند له اعلان نه، د ولس استقبال ښيي چې، د ناروا اشغال له لاسه د رامنځته شويو تحمیلي جګړو نه خلک څومره تنګ شوي دي، چې د څو شیبو لپاره ډزبندي هم غنیمت ګڼي!.
اسلامي امارت چې د دغي اوږدې جګړې ترټولو لومړی درجه قرباني دی؛ په دې باور لري چې افغانستان نه یوازي تلپاتي اوربند، بلکي په کلي توګه د تل لپاره د جګړو او د جګړو د عواملو ختمیدلو ته اړتیا لري، متاسفانه چې د افغانستان معضله په مؤقتو اوربندونو هیڅکله نشي حل کیدلای.
که چیري دا د حل لاره وای، ترهرچا وړاندي به امارت دې کار ته ترجیح ورکوله، مګر حقیقت دا دی چې مؤقت اوربند د افغانستان د غمیزي حل بلل؛ د حل یوه کاذبه هڅه ده، چې جانب مقابل یې تل زمزمه کوي.
افغان ولس دې ته اړتیا لري چې جګړې د تل لپاره ختمي شي، او دا هغه مهال ختمیدلای شي چې عوامل یې له منځه ولاړ شي، عوامل یې ظاهره خبره ده چې بهرنی اشغال او د اشغال په پایله کې رامنځ ته شوی، هغه سیټپ دی چې د افغانانو د هیلو او د هغوی د ملي ارزښتونو د ساتني پرځای؛ د اشغالګرو د اهدافو ساتونکی نظام بلل کیږي.
له همدې ځایه ده چې اسلامي امارت د دوحې د تاریخي تړون په رڼا کې د توافقنامې د تعمیل غوښتونکی دی چې په وسیله یې د بین الأفغاني مذاکراتو د دایریدلو لاره پرانیستله کیږي، او هلته به د جګړې د پاتي عواملو پر لمنځه وړلو او په نتیجه کې به یې د یو تلپاتي امن، سولې او ثبات ته لاره هواریږي.
په هرصورت، اسلامي امارت هرهغه اقدام ستایی چې د سولې لاره لنډوي، د بین الأفغاني مذاکراتو لپاره زمینه سازي کوی، په هیواد کې یو دایمي ثبات، سوله او امن رامنځ ته کوي، بالآخره د یو ټول شموله، خپلواک، مستحکم اسلامي نظام جوړیدلو لامل ګرځي. د جانب مقابل له اړخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه زیری دی چې د توافقنامې په تعمیل سره، موږ نورو سوله ایزو پړاوونو ته نژدې کولای شي. ان شاءالله

پای ………!
2020/ 5/ 26

Related posts