جولای 12, 2020

شهيد منصور صاحب د تاريخي  وياړونو نووښتگر

شهيد منصور صاحب د تاريخي  وياړونو نووښتگر

سعد كټوازی:

مطالب پر قلم ليكل گټور او جالب وي، خو د منصور صاحب رحمةالله تعالی عليه پر شخصيت ښايي برجسته ليكوالان هم د څه ليكلو جرأت او زړه ونشي كړای، زما پڅ قلم خو بېخي ترې خجالته و، گوتي مې سستي او له ځان سره مې د يوې نړۍ كمي احساس كاوه، له بل لوري حضراتو ليكوالانو چې دا جسارت كړی لا پر وخت يې خپلي خوارۍ كړې او ماته يې څه نه و پرې ايښي، بس قلم پر لاس تر ډېره همداسي ناست وم، خو بل خوا مې ناكام وه او بايد دا هرڅه مې شاته كړي وای ترڅو كه د وس تر بريده د منصور صاحب ستاينه په خپلو گوډو ماتو ټكو هم وكړم، د احساس خو مې دي كور ودان وي چې ليږ وغوړېد، قلم او گوتو ناځواني كوله، نو بس كمپيوتر ته كېناستم.

د شهيد منصور صاحب د ستاينې او پېژندنې كه هرڅومره ووايو كم به ځكه وي چې د هغه لوړ شخصيت، جهاد او مبارزې داستان او د رهبرۍ له وياړه ډكو نووښتونو كم او كيف يې پكي نشو ځايولای او نه يې حق ور پوره كولای شو، خو يوڅه ضرور بايد ترې وغږېږو ترڅو وښيو چې كه څه هم د شهادت وياړ زموږ د زرگونه ځوانانو په برخه شوی، مگر د ډېرو يې په وياړ تارېخي ورځي نه لمانځو، نو د منصور د شهادت ورځ ولي لمانځو او ولي يې بايد ولمانځو او ياد يې را تازه كړو؟.

زموږ د هېواد په تاريخ كې د وياړ ډېري ځانگړې ورځي شته چې د تاريخ د اوږدو له يوې وياړلې پېښې څخه سرچينه اخلي او پرې راڅرخي او بيا د زياتره دغو پېښو نېټې هم سره بېلي وي (الا ماشاءالله)، همدا لامل به وي چې ټول تاريخ مو له وياړونو ډك دی، فكر كوم زما په همزولي وخت كې يواځي د دوو وياړلو پېښو نېټه يوه ده او پكي عجيب تصادف لا دا دی چې يوه يې د تېر۱۹كلن اشغال د پيل د جگړې له جنسه او بله يې د هغه د پای سولي له جنسه وه، د كب۱۰مه د اشغال په پيل كې د شاهيكوټ د حماسې شاهده وه او دا دی د اشغال د پای تړون هم پر همدې نېټه لاسليك شو.

د تاريخ په ځانگړو ورځو كې بې مثاله د جوزا لومړۍ نېټه/ورځ د وياړلي مشر او د اسلامي امارت مبتكر او نوښتگر زعيم أمير المؤمنين شهيد ملا أخترمحمد منصور رحمه الله تعالی ياد له ځان سره لري او د هغه پر نوم ځانگړې ده، پر همدې ورځ هغه په شهادت رسېدلی، د منصور صاحب شخصيت او ظرفيت، ابتكار او نوښتونه، وړتيا او ځانگړتياوي، مدبر او بريالی قيادت او ډېر نور داسي څه و چې ورته يې د هېواد، ملت او مسلمه أمت په تاريخ كې يو واقعي نا انډوله او بې ساري ارزښت او مقام بښلی او زموږ د تاريخ يو ځانگړی باب جوړوي. او چې (د يووېشتمي پېړۍ أميرالمؤمنين) شهيد شو ياد نا انډوله ارزښت يې وروستي اوج ته وخوت چې له أمله يې بايد دغه ورځ ضرور ولمانځو.

منصور صاحب د هغه پر جامعو، ټول بعديزو مواصفاتو او كرېزما تر بل هرچا لومړی لوی ملا صاحب رحمه الله ډېر ښه پېژاند چې د محترم معاون عبيدالله آخند رحمه الله له شهادت وروسته يې پرې د دوو مرستيالانو ځای ونېوه او ورسره پر يو وخت يې خپلي زياتره چاري او د كندهار يا جنوب لوېديځي حوزې نظامي چاري هم هغه ته ور له غاړي كړې.

په دوهم قدم كې د اسلامي امارت رهبري شورا چې مشر ملاصاحب له برجسته عالمانو تشكيل كړې او په رأس كې يې د امارت اوسنی زعيم شيخ الحديث هبةالله اخندزاده صاحب حفظه الله و ډېر ښه پېژاند، د ملاصاحب نيابت/مرسيالۍ يې لكه څنگه چې په كار وه او څومره يې ترې تمه كېده په ښه توگه ترسره كولو، په ټولو چارو كې يې د هغه فرمانونه سمعاًوطاعةً له تمي پورته ښه عملي كولو، له ځان سره يې د شهيد عبيدالله آخند رحمه الله خلا هم په ښه ډول بشپړه ډكولو، له چارو او نيابت څخه يې تر مړيني ملاصاحب خوښي او په داسي ډېر نورڅه هم رهبري شوری ته تر بل هرچا ښه مالوم و چې منصور صاحب پكې خدای ج وركړې وړتياوي، قواوي او ښكلاوي ټولي په عمل كې وړاندي كړې وې او له أمله يې بيا د مشر ملاصاحب له وفات وروسته د هغه د ځايناستي تر ټولو وړ او پوره شخص وخوت، له يادي ځايناستۍ او د بشپړي رهبرۍ ور له غاړي كېدو وروسته ابتكارات خو يې له مخكي څخه ډېر لوړ، په زړه پوري او د ملاصاحب د ځايناستۍ او د خپلي رهبرۍ د حق ور پوره كولو تر ټولو غوره ثبوت و.

په درېيم قدم كې له ملاصاحب وروسته د دوهم نه ماتېدونكي شخص په توگه نړيوال او كورني دښمن ډېر ښه پېژاند چې له أمله يې د يو حساس او د ځان لپاره سرخوږي جهادي ليډر په حيث د هغه ټول تحركات او فعاليتونه نه يواځي په كور دننه بلكې د هجرت په ديار كې او سيمه ايزو او هم خليجي هېوادونو ته د سفر پر مهال هم جدي څارل، په كور دننه يې د هغه د فعاليت په ساحه (جنوب لوېديځ حوزه) كې تر ټولو ډېر او مجهز ځواكونه ځای پر ځای كړي او قوي ځالي يې كړې وې، همدا څلور ټكي هم د منصور صاحب په اړه زموږ د درك او پوهي لپاره بسنه كوي.

 شهيد منصور صاحب د مشر ملاصاحب په رښتوني ځای ناستۍ گردي نړۍ ته د دښمنۍ ټټر وواهه، په نوې د جالي پرمختللې ټيكنالوجي پوښلي معاصر نړيوال طاغوت په زړه پوري مقابله يې وكړه، د زماني او مكاني لحاظونو په يو تر ټولو حساس پړاو كې چې هغه ورسره په خپله رهبرۍ كې مخ و د نه ستړي كېدونكو هلو ځلو له لاري يې د ولس او هېواد بچيان يوځل بيا پر ځان راټول، له سره منسجم او پر يواځي تن د ياد طاغوت د هر اړخيزي مقابلې او بيا را پرځولو جوگه كړل، همدې سختو ظروفو كې يې پر خپلو ټول بعديزو ابتكارونو د روان جهاد ليكي او د اسلامي امارت اداري تشكيلات له مخكي پر خورا لوړ توپير پياوړي كړل، پر نړيواله كچه يو تر ټولو بد انځور شوی خپل غورځنگ (اسلامي امارت) يې په همغه كچه په واقعي بڼه د يو برحقي داعيې لرونكی نړيوال ازادي غوښتونكي غورځنگ په توگه مطرح كړ، لارويانو او ترې را وروسته قيادتونو ته يې د خيرالقرون او متمدنو اسلامي خلافتونو عملي نچوړ او د مديريت او قيادي وړتيا (ليډرشيپ كوالټي) غوره بېلگه وښوده.

له هغه را وروسته چې كوم نوښتونه او پرمختگونه را منځته شوي/كېږي ټول د هغه د خواريو، زيار او هڅو په اثر بللی شو، هغه شاته د رهبرۍ يوه داسي جامع تگلاره پرېښوده چې كه څه هم ډېر هغه څه يې له ځان سره يوړل چې ترې نورو أخذ نه و كړی يا يې هم د ده پر شخصيت اړه لرله، خو ترې را وروسته قيادتونه به د هغه د دغې تگلاري په رڼا كې له نووښتونو سره مله رهبري پر مخ وړي چې د وخت پر غوښتنو پوره وخېږي، هغه د سياسي، جگړه ايزو او اداري چارو د پر مخ وړلو يو داسي رښتونی ملي چوكاټ رامنځته كړ چې د افغانستان ټول اتباع كه د هېواد له هر قوم، سمت او ژبي سره تړاو ولري د اسلامي امارت د پاليسي لخوا وركړل شوي حق سره سم په هغه كې ځان وويني.

په ټوله كې خو منصور صاحب د مبارزې او جهادي هلوځلو بشپړه موده، خو په ځانگړې د رهبري د پيل او پای ترمنځ يې په ټولو برخو كې ابتكارونه رامنځته كړل چې اسلامي امارت يې پرې له پخوا څخه په مراتبو بډايه او پرمختللی كړ، هغه هم چې ظروف او شرائط تر بل هر وخت او تر وروستي بريده پېچلي، ترېنگلي اوسخت و، تازه هغه فتنې را ولاړي شوې وې چې له دې مخكي يې تمه هم نه وه شوې، خو له نېكه مرغه د منصور صاحب پر نووښت له را ټوكېدو سره سمي شنډي او ورسره د اسلامي امارت ليكي هم تصفيه او د تېر په پرتله لا زياتي غښتلې شوې.

منصور صاحب په لومړي ځل د دښمن په ليكو كې نفوذ ته لاره و اېسته، هلته يې خپله جهادي روحيه و پنځوله او په سيستماتيك ډول يې پراخه كړه چې بيا تر اوسه دښمن نه دی توانېدلی او نه به وتوانېږي چې خاموشه او ياسسته يې كړي، د ولسي خلكو د ښېرازۍ او تلفاتو د مخنيوي په اړه يې مجاهدېنو ته د وخت پر وخت توصيو له لاري هغوی د ولس حقونو ته پر پاملرنه او ورسره له تعاطف پر ډك چلند وروزل چې په دې سره د ولس ترمنځ هم د مجاهدېنو د نفوذ ريښې ژوري لاړې او د ډېرو داسي خلكو زړونو ته يې هم لاره پيدا كړه چې ترې وړاندي يې د اسلامي امارت پر تړاو پوښتني او اندېښنې درلودې.

منصور صاحب د نا اعلان كړې رهبرۍ له پيله راسي د شهادت تر ورځي ډېر څه وكړل، په نظامي برخه كې يې قطعات رامنځته كړل، د نويو فتنو پر وړاندي يې ځانگړي قطعات تشكيل كړل، ماډرنو وسلو ته يې د مجاهدېنو د لاس رسۍ زمېنه برابره كړه، په سياسي برخه كې يې گړندي گامونه پورته كړل، د قطر دفتر پرسونل او سياسيون يې چټكو اقداماتو ته و هڅول او همدارنگه په ټولو ادارو او د اسلامي امارت تشكيلاتو كې يې په ليږ وخت كې ډېر پرمختگونه او هم يې د هغو ترمنځ د انسجام غوره ميتود رامنځته كړ.

منصور صاحب د شهادت تر ورځي خپله رهبري او د وخت غوښتې چاري ټولي منظمي او بشپړي كړې، له دې سربېره يې د ملاصاحب د وفات او د خپلي نا اعلان كړې رهبري راز پټ ساتلو په گډون چې وخت هر څومره ستونزمني غوښتني كړې منصور ور پوره كړې وې او ډېر نور ازمايښتي پړاونه يې پار كړي او شاته پرېښودلي و چې اوس يې حوصله پوره پخه وه او په تر ټولو حساس وخت اوسنگينو شرائطو كې يې د لوی ملا صاحب د وفات د اعلان زړه وكړ، ښايي په دې سره هغه دوست او دښمن دواړو ته له حالاتو سره د مقاومت خپل توان، وړتيا او د ازماتو پر وړاندي صلابت ښوده چې دا هم د هغه وخت غوښتنه وه.

د اسلامي امارت وخت پر وخت سختو حالاتو بريالی وتل ښايي د غربي ښكېلاكگرو د اټكلونو د بطلان تسلسل وي، كه په تېر كې هغوی د افغانستان پر۹۵٪واكمن د طالبانو اسلامي امارت په اړه غلط اټكل كړی وه، او بيا الله تعالی د مشر ملاصاحب پر مشري اسلامي امارت ورته يوه نه كرارېدونكې سرخوږي جوړ كړ، نو يوځل بيايې هم الله تعالی دا اټكل ناسم ثابت كړ چې گني كه اسلامي امارت د مشر ملاصاحب له رهبرۍ بې برخي شي امارت به يې هم له منځه لاړ شي او دوی به هرڅه ترلاسه كړي.

په اتفاقي او تصادفي ډول مو چې رښتيا د ملاصاحب له رهبرۍ بې برخي هم شوو، په همدې حالت كې غربيانو له يو نوي اټكل سره له هره اړخه پرې كړۍ هم را تنگه او پر خپل ټول توان يې شرائط سخت او د ځان پر گټه را وڅرخول، خو د مشر ملاصاحب د وفات پر اعلان او پر ځای يې د منصور صاحب راتلو سره الله تعالی سربداله دښمن ته دا ور وښوده چې اسلامي امارت مې لا له مخه له همغې رهبرۍ بې برخي كړی، خو اسلامي امارت له منځه نه لاړ چې خلا مې يې پر منصور ډكه كړې او په دې يې د دښمن په گټه سختو شرائطو ځواب هم وكړ.

دا چې مكار دښمن بيا هم په خود او سد نشو، د اټكلونو په لړ كې يې دا ځل د منصور صاحب په له منځه وړلو كې خپلو موخو ته رسېدل اټكل كړي وه او دايې خپل وروستی گام باله، الله تعالی يې ځای پر شيخ هبةالله أخندزاده صاحب ډك كړ چې لله الحمد د منصور صاحب د ابتكاراتو لړۍ يې لا پسې گړندۍ كړه چې نور نو دښمن د اسلامي امارت د رهبريت له منځه وړلو او كمزوري كولو څخه ستړی او نا أميد دی.

جناب منصور صاحب خپله رهبري د تن په خولو تويولو پيل او د وېنو په تويولو يې پاي ته ورسوله، هغه د يو رښتوني رهبر په توگه د أمير المؤمنين له رتبې لرلو سربېره د يو عادي عسكر په څېر هر ډول قربانيو ته تن ور كړی وه، او بالآخر د أميرالمؤمنين په توگه شهادت يې زموږ په تاريخي وياړونو كې د (أمير المؤمنين شهيد شو) په ټكو يوه تر ټولو ستره اضافه وه.

د منصور صاحب پر شهادت ښايي الله تعالی غوښتل هغه څه رامنځته كړي چې منصور هم ترې ناوسه وي، په دې مانا چې هغه شهيد شوی وي او كومه صدمه چې د هغه پر شهادت يې لارويانو ته رسېږي او څه چې ترې وروسته پېښېږي پر وړاندي يې منصور نه بلكې يواځي د هغه همدغه غم ځپلي لارويان وي، ترڅو له يوې خوا ي پرې دوی په يو ستر ازمايښت و ازمايي او له بلي خوا يې دوست او دښمن دواړو ته د قوت، داعيې د برحق والي او…هغه منابع را څرگند او په ډاگه كړي چې د شتون توقع يې نه كېده يا ور څخه انكار كېده.

الله تعالی دي د منصور صاحب رحمه الله ټولي خوارۍ او قربانۍ قبولي كړي او د جنت پر لوړو مقامونو دې يې ونازوي.

Related posts