جون 02, 2020

د پکتیا په جانخیلو کې د امیرالمؤمنين اختریز پیغام وویشل شو

د پکتیا په جانخیلو کې د امیرالمؤمنين اختریز پیغام وویشل شو

د هیواد په ټولو ولایتونو کې د وړوکي اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د مبارکۍ پیغام د ویشلو په لړ کې مجاهدینو د پکتیا ولایت، جانخیلو ولسوالۍ کې هم یاد پیغام تر خلکو رسولی او په چاپي بڼه تقسیم کړی دی.

دغه لړي به سبا هم دوام وکړي او د اختر تر لمانځه وروسته به په جامع مسجدونو کې هم وویشل شي.

پاته دي نه وي چې اولسي خلکو د دغه پر محتوی او جامع پیغام هرکلی کړی او له مجاهدینو سره د یاد پیغام په نشر کې پراخه مرسته کوي.

2020/5/23

 

Related posts