جون 02, 2020

د کوچني اختر په دریو ورځو کې د اوربند په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د کوچني اختر په دریو ورځو کې د اوربند په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د دې لپاره چې هیوادوال د اختر مراسم په اطمینان سره تر سره کړي، د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د مشرتابه لخوا لارښوونه کیږي چې د کوچني اختر په دریو ورځو کې د هیواد والو د امنیت لپاره خاص تدابیر ونیسئ او په هيڅ ځای کې په دښمن باندې تعرضي عملیات مه تر سره کوئ؛ البته که د دښمن لخوا کوم ځای برید کیده بیا یې کلکه دفاع وکړئ.
په عین حال دې ټول مجاهدین خبر وي چې هيڅوک د دښمن تر کنترول لاندې ساحوته د تګ اجازه نه لري اونه مقابل لوري ته اجازه شته چې د مجاهدینو سیموته راشي.
هیوادوالوته د دې زمینه مساعده کړئ چې اختر په خوشحالۍ ولمانځي د امنیت په برخه کې يې لازم ګامونه واخلئ، د شهداؤو او بندیانو په کورنیو پوښتنه وکړئ او په هره برخه کي خپلو مقدسو اهدافو ته متوجه واوسئ.
ستاسوټولو دې اختر مبارک وي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت
۳۰/۹/۱۴۴۱هـ ق
۳/۳/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/23م

Related posts