جون 02, 2020

تنظیم الأوقات داسې نه وي…!!

تنظیم الأوقات داسې نه وي…!!

لیکنه: موسی فرهاد:

په دې کې شک نشته چې د ورځنيو چارو د ښه انسجام لپاره تقسیم الأوقات یا ټایم ټیبل ډېر مهم او ډېر اړین دی. د اسلام چې څومره احکام دي؛ ټول یي په یو نه، یو ډول موقوت پر انسانانو لازم ګرځول شوي. مطلب د تقسیم الأوقات له مخي ورباندي لازم شوي، «إِنَّ الصَّلاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَاباً مَوْقُوتاً» لمونځونه پخپلو خاصو وختونو کې باید آدا کړل شي، که لږ وروسته او یا وړاندي شي، نو فریضه ادا نشوه.
له دې نه ښکاري چې اسلام د وخت تنظیمولو ته خورا ارزښت ورکړی، هغه که په دیني امورو کې وي او که په نورو دنیاوي مباحي امورو کې.

د أمیرالمؤمنین عمر ابن خطاب رض دعاء ده چې، فرمایی: ٭«اللهم انا نسئلک صلاح الساعات والبرکة فی الأوقات»٭ یا الله! د ژوندانه د ساعتونو د اصلاح سوال درنه کوم، او هم پکي د برکت امید درنه کوم.

نو څومره چې د وخت تنظیمول اړین او ارزښتناک کار دی؛ هومره یې پيژندنه هم ضروري ده، یعني د کوم کار لپاره چې څوک خپل ۲۴ساعته ژوند ترتیبوي؛ نو مطلب یې دا نه دی چې که په مخکي تر هغه هم اړین کار ورته رامخ ته شي؛ نو دی به یې پریږدي او خپل تقسیم الأوقات به مخکي بیایی.

فرض لمونځ چې یو ډېر ضروري امر دی او پخپل وخت یې ادا کول حتمي دی، لکه په مخکني آیة کې چې یې یادونه وشوه؛ خو په ځینو استثنایی حالاتو کې یې ترتیب ساقطول هم ضروري وي. لکه د ښځینه میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال. او داسي نور… ډېر مثالونه.

نو مطلب د تقسیم الأوقات په چوکاټ کې، پر وخت باندي د یو کار ترسره کول چې څومره ضروري وي؛ هغومره یې یو مهال پریښودل هم د تقسیم الأوقات له مخي ضروري ګرځي. لکه د لمانځه په اړه د مستثنی حالاتو ذکر چې مو وکړ.

اوس راځو دې ته چې د دې موضوع د لیکلو اړتیا څه وه؟ لامل یې له تاسو محترمو لوستونکو سره شریکول غواړم.

د دې خبري د لیکلو اصلي علت زما یو مسج و چې څو ورځي وړاندي مې له یو ملګري سره د واټساپ له طریقه تبادله کړ.

کیسه داسي وه چې یو ملګري ته مې د یو ضروري کار لپاره (چې زما او د ده ترمنځ یوشان ضروري کار و، یعني تنها زما نه، بلکي د ده هم اړتیا وه چې باید رابطه راسره وکړي)؛ رساله ولیږله، سمدستي د واټساپ هغه نښه ښکاره شوه چې ګویا رساله یې وکتله، له څو ساعتونو تیریدو وروسته یې هم ځواب را نکړ، بیا مې ګمان دا سو چې ښایي له ذهنه به یې خبره وتلي وي، بل ځل مې ورته مسج وکړ، ده هغه هم سمدستي په یو څو ثانیو کې ریسیو کړ، بیا یې هم ځواب رانکړ، وروسته مې صوتي پیغام ورته پریښود مال چې ځواب دې رانکړ، امید دی څه مشکل درته پیښ نه وي.

یاد ملګري هغه مسج هم فوراً واورید، خو بیا یې هم (الآن کماکان) ځواب رانکړ، وروسته مې ورته ټلیفون وکړ، سمدستي یې اوچت کړ، سلامالیک او جوړ پخیر مو سره وشو، مال، ولي د الله بنده، څو ځله مې درته پیغام پریښود، تا سره له دې چې واټساپ کې انلاین هم وي، پیغام به دې وکتی؛ بیا به دې هم ځواب رانکړ، څه مسئله، څه مشکل خو نه و؟ خدای دې خیر کړي.

ده په ځواب کې راته وویل، نه، نه، نوره هیڅ خبره نه وه، اصلاً ما ځان ته یو تقسیم الأوقات جوړ کړی. مال، هغه څنګه؟ وای بس ما ویل چې دا روژه مبارکه ده، په دې کې به له چا سره رابطه نه کوم، نو اوس چې هر څوک مسج راته وکړي، فقط ګورم یې ځواب نه ورکوم. وای هغه ورځي هاغه پلاني صاحب، (یو مشر سړی یی یاد کړ؛) هغه هم راته د شپې ناوخته مسج وکړ، وای زه پر تهجد لمانځه ولاړ وم. ټلیفون مې په مخکي راته ایښی و، سلام چې مې وګرځاوه، مسج مې وکتی، خدای سته جواب مې ورنکړ، دغسي مې پریښود. مال هسي نه دا تقسیم الأوقات مې را خراب کړي.

مال، ښه دا خو دې ډېر جالب تنظیم الأوقات جوړ کړی،! مال د دې لپاره خو بیا پکار دا و چې تا دا ټلیفون، واټساپ او د رابطې ټول شیان بند کړي وای. نو به خلکو درسره رابطه نه کوله. او ته به هم خپل تهجد او نورو عباداتو ته فارغ وای، نو ته ټلیفون د یوې شیبې لپاره له ځان نه، نه لیري کوي، ۲۴ساعته پرلیکه یې، د واټساپ ټول نشرات تعقیبوي، ښایی فیسبوک کې به هم انلاین یې.

خو فقط ملګرو او یا نورو هغه چا ته چې تا ورته د رابطې نمبر ورکړي وي، او کارمار دې ورسره بند وي او یا د دوی درسره وي؛ هغوی ته ځواب نه ورکوي.؟!

په خندا کې مې ورته کړه، مال داسي زبردست، ترتیب الأوقات خو ګمان نه کوم چې ارسطو او افلاطون یې هم جوړ کړای شي.
بیا مې ورته وویل: مال ته غوږ شه زه یو کیسه درته وکړم، وای سيي ده راته وایه!

مال، مفتی شفیع صاحب رح پخپل کتاب کې د یو خان د تقسیم الأوقات او نظم و ضبط یوه واقعه لیکلي: وای چیري یو ملک یا ملک مزاجه سړی و، ده اوریدلي وو چې باید د روزمره ژوند لپاره سړی خپل ټایم ټیبل ولري، نو د ځان لپاره یې داسي ترتیب جوړ کړی و، چې له پلاني وخته تر پلاني وخته به ډوډۍ خورم، له پلاني تر پلاني تر پلاني وخته به ویده کیږم، له پلاني تر پلاني وخته به دفتر ته ځم، له پلاني ترپلاني وخته به دا او دا کار کوم….

په عین حال کې یې دا ژمنه هم له ځان سره کړې وه، چې په هرصورت او هر حالت کې به د خپل ترتیب کړای شوي، وخت پابندي کوم، مثلاً د خوب په وخت کې که څه هم خوب نه راځي خو زه به پروت یم او سترګي به مې پټي وي، او یا که دفتر کې مې کار نه وي، هم زه به ضرور ځم ترڅو مې نظم خراب نشي، او په ښه توګه مې عملي کړی وي.

بل وخت داسي پیښه شوه چې په کور کې پر بستر وغځیدی، خوب نه ورځي خو سترګي یې پټي کړي دي. څو شیبې وروسته یې کوټي ته غل راغی، چې ویي کتل د سړي سترګي پټي دي، غله په سامان ټولولو پیل وکړ، خان صاحب چې د غله کړپ و کړوپ هم اوري، ورو ورو د سترګو تر چولو ورته وګوري، خو بیا هم ځان غلی کړي، څه نه وایی، غله چې څومره شیان په کاروو؛ له ځان سره یې یووړل.

سهار چې کله د خان صاحب د خوب هغه وخت پوره شو چې ده پخپل تقسیم الأوقات کې د را پاڅیدلو لپاره مقرر کړی و، نو را پورته شو او خپلو خادمانو ته یې آواز کړ، شور یې جوړ کړ چې تاسو چیرته وئ. د شپې غل راغی داغه او هاغه سامان یې ټول له ځان سره یووړ، نو خادمانو ورته وویل، چې خان صاحب ته ورباندي خبر شوي؟ ده وویل: هو زه ویښ وم.

هغوی ورته ویل، نو بیا دې ولي، غل نه را نیوی او یا دې موږ ته ولي آواز نه را کاوه؛؟ خان صاحب ورته وویل: کمعقلانو تاسو په دې نه یاست خبر چې هغه مهال خو زما د خوب وخت و، تاسو زما په نقشه کې وګورئ، په دې وخت کې خو زه بل کار نه کوم. بیا مې تنظیم الأوقات خرابیږي.

نو دغه ملګري ته مې ویل چې ستا تقسیم الأوقات هم د هغه ملک صاحب تقسیم الأوقات را مالومیږي، ټلیفون دې څلورویشت ساعته له ځان سره خلاص ساتلی وي، د انټرنیټ پیکیج دې لګولی وي، هر وخت په واټساپ کې انلاین یې، د هر چا مسج په څو ثانیو کې آټینډ کوي، خو جواب نه ورکوي، ولي چې تا په روژه مبارکه کې د ځان لپاره یوه ظابطه جوړه کړې، چې چا ته به ځواب نه ورکوي، ځکه بیا دې تهجد، نوافل او أذکارو سره ټکر راځي. آیا دا اوس کوم معقولیت دی.؟

«لکلِّ مقالٍ مقامٌ، و لکلِّ مقامٍ مقالٌ»، نو مطلب هرکار چې کوو، لومړی یې باید په مقصد او طریقه باندي ځان پوه کړو، زده یې کړو… چې تقسیم الأوقات د څه مقصد لپاره وي، او څنګه باید ترتیب شي، تقسیم الأوقات داسي نه وي. لکه ستا و د ملک صاحب.

خو څرنګه چې د ده ښاغلي د تقسیم الأوقات له طرحې نه د ده وړتیا مالومیږي؛ بیا هم پرخپل موقف ټینګ ولاړ و، زما سره یې قناعت ونکړ، وای نه بس زما داسی کار دی، زه چې یوه خبره وکړم، بیا یې سرته رسوم. مال، مننه.

پای……………!
موسی فرهاد
2020/5/23

Related posts